CRI Online

دکرنيزو توليداتو تجارت بند شوی او مسؤليت يې په بشپړ ډول د امريکا پر غاړه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-06 16:23:39

امريکا په دې وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې دغه هېواد ته به د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو لس سلنه تعرفې زياتې کړي . دا د اوساکا په غونډه کې د چين او امريکا د مشرانو له شوې موافقې څخه جدي سرغړونه ده. د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د مقرراتو کمېټې پرېکړه وکړه چې د امريکا پر هغو کرهنيزو محصولاتو د تعرفې د زياتوالي امکان شتون لري چې د اګست له ۳مې نېټې وروسته پېرل شوي، نو پر دې اساس د چين اړوندو تصديو د امريکا د کرهنيزو توليداتو پيرودل هم وځنډول.

دا د امريکا د تعرفو د زياتوالي په مقابل کې د چين لخوا نيول شوي لازم ، مناسب او معقول تدبيرونه دي. په اصل کې چين او امريکا د کرهنې په برخه کې يو د بل ډېر تکميل کونکي وو او دا د کرهنيزو محصولاتو د سوداګرۍ پرمخ وړلو لپاره د دواړو خواو ګډې ګټې وې. په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر کتنې وروسته چين د کورنيو غوښتنو او بازاري اصولو پر اساس د امريکا د کرهنيزو توليداتو په پيرودلو کې ډېر پرمختګ کړی دی. د اوساکا له غونډې وروسته د جولای تر پای پورې د امريکا ۲ مليونه ۲۷۰ زره ټنه لوبيا د بيړيو له لارې چين ته استول شوې ده. د جولای له ۱۹مې نېټې څخه د چين اړوندو تصديو په پر له پسې توګه د امريکا د کرهنيزو توليداتو د اخيستلو په اړه د بيو پوښتنو ته دوام ورکړ. د اګست د ۲مې نېټې تر شپې پورې د ۱۳۰ زرو ټنه لوبيا په ګډون د امريکا کرهنيز توليدات پلورلي او دا نوي سودا شوي کرهنيز توليدات ټول د چيني تصديو لخوا د دغه هېواد دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د مقرراتو کمېټې ته پر وارداتو د تعرفې د له منځه وړلو لپاره سپارل شوي دي.

چين د عملي اقداماتو سره په فعاله توګه د اوساکا د ناستې ګډې نظريې پلې کړې او د همکارۍ لپاره يې خپل صداقت وښود، خو امريکا مخالف کار کوي او د چين په وړاندې يې د تعرفې وسله پورته کړه کوم چې په بشپړ ډول يې د چين او امريکا ترمنځ د کرهنيزو توليداتو د سوداګرۍ د دوام لپاره اړين شرايط زيانمن کړي. چين له امريکا څخه د کرهنيزو توليداتو د وارداتو په اړه ورته اقدامات کړي چې يوه وروستۍ لاره ده .دغه هدف د ملي وقار او د خپلو حقونو او ګټو دفاع ده. په عين وخت کې دا هم په څرګنده توګه په ګوته کوي چې هرډول فشار پر چين هېڅ اغېزه نه لري او چين به هغه اقدامات تر سره کړي چې وايي يې.

چين په نړۍ کې د کرهنيزو توليداتو لوی واردوونکی هېواد دی ، امريکا په نړۍ کې د کرهنيزو توليداتو لوی صادرونکی هېواد دی. د کرهنيزو توليداتو تجارت د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې مهم مقام نيسي. اوس دا تجارت چې دواړو خواوو ته يې ګډې ګټې رسولې، يو ځل بيا بند شوی دی، مسؤليت يې په بشپړ ډول د امريکا پر غاړه دی او ټولې پايلې هم بايد د امريکا لخوا ومنل شي.

په خواشينۍ سره د امريکا کرهنه او بزګران به د دې عمل ترټولو لوی قرباني شي ځکه چې په امريکا کې ځينې خلک په صداقت سره خبرې نه کوي. د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې د سوداګرۍ جګړه د امريکا د کرهنې اقتصاد له ناورين سره مخامخ کوي.له شمېرنې سره سم ، روان کال به د امريکا کرهنيز عايد ۶۹ مليارډو ډالرو ته ورسېږي چې د ۲۰۱۳ کال د لوړې کچې په پرتله ۴۵سلنه ټيټ شوی دی. که امريکا د تعرفې زياتوالي نوی پړاو پلی کړي ، نو دا به بې له شکه د امريکا کرهنيز ډګر د لانور زيات ناورين سره مخ کړي چې د کرهنيزو توليداتو بيو د ټيټولو او طبيعي مصيبتونو له ستونزو سره مخ دی.د امريکا د سپينې ماڼۍ د ملي اقتصادي شورا پخواني رئيس ګاري کوهن دې ته اشاره وکړه چې د تعرفو زياتوالی واقعيا د چين اقتصاد ته زيان نشي رسولی ، خو امريکايي کرهنې ته به لوی زيان ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای