CRI Online

د اسعارو تبادلوي ارزښت د کنټرول په اړه پر چين تور لګول د امريکا يواړخيز عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 11:00:28
د اسعارو تبادلوي ارزښت د کنټرول په اړه پر چين تور لګول د امريکا يواړخيز عمل دی

د امريکا د ماليې وزارت د اګيست په ۶مه نېټه چين د اسعارو د تبادلوي ارزښت کنټرولوونکی هېواد وباله. پر چين د امريکا دغه تور د اسعارو د تبادلوي ارزښت د کنټرولوونکو هېوادونو له هغه معيار سره سمون نه خوري چې د امريکا د ماليې وزارت لخوا ټاکل شوی. د امريکا دغه کړنه يواړخيز عمل او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه ده چې نړيوال مقررات يې تر پښو لاندې کړي او د ګردې نړۍ پر اقتصادي او پولي چارو به سخته اغېزه وکړي.

د روان کال په مې مياشت کې د امريکا د ماليې وزارت د يو راپور په خپرولو سره وويل، د دې هېواد لخوا په ټاکل شويو درېيو معيارونو کې چين يوازې له يوې مادې سره سمون خوري چې له امريکا سره يې کلنۍ سوداګريزې ګټې له شلو مليارډو ډالرو څخه اوښتې دي، نو چين د نابرابرو تجارتي ګټو د تر لاسه کولو لپاره د اسعارو تبادلوي ارزښت نه و کنټرول کړی. خو دوه مياشتې وروسته، دغه وزارت خپله وينا رد کړه.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان او د نړيوال وجهي صندوق ترمنځ د موافقې له مخې، د نړيوال وجهي صندوق په نړۍ کې د اسعارو د تبادلوي ارزښت د ادارې په اړه ځانګړی ارګان دی، نو د دغه ارګان نظر د يو هېواد لخوا د اسعارو د تبادلوي ارزښت د کنټرول کېدو د قضاوت لپاره بنسټ دی. امريکا حق نه لري چې د نورو هېوادونو د اسعارو تبادلوي ارزښت په هکله يواړخيزه ارزونه کوي. د نړيوال وجهي صندوق او چين ترمنځ سلامشوره څو ورځې مخکې پای ته ورسېدله او دغه صندوق دې ته اشاره وکړه چې د بهرنيو اسعارو په مقابل کې د يوانو د راکړې ورکړې ارزښت په عمومي توګه له بنسټيز معيار سره سمون خوري. امريکا د څواړخيزم له مقرراتو څخه سرغړونه کړې، د باوري ادارې له ارزونې سره سره يې د خپلې بدې موخې د عملي کولو لپاره، چين د اسعارو د تبادلوي ارزښت کنټرولوونکی هېواد وباله، د امريکا دغه کړنه يواړخيز عمل دی او د سوداګرۍ د ساتنې له غوښتنې سره سمون خوري. د امريکا دغه عمل د دې ښکارندويي کوي چې ياد هېواد ځان زورواک ګڼي.

د اګيست له لومړۍ نېټې راهيسې، د بهرنيو اسعارو په مقابل کې د يوانو د راکړې ورکړې ارزښت تر يوې اندازې پورې ټيټ شوی، لامل يې د يواړخيزم او د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې د تدبيرونو او د چين پر صادراتو د امريکا د ګمرکي تعرفو د زياتېدو په اړه د وړاندوينې منفي اغېزې دي. دا په بازار کې د تقضا او عرضې او د نړيوالو اسعارو بازار د بدلون رښتينې څرګندونه ده. چين په نړۍ کې د دوهم لوی مسوول اقتصاد په توګه، تل د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشريزو غونډو کې د اسعارو د تبادلوي ارزښت په اړه خپله ژمنه ساتلې. په دې حال کې چې امريکا له ۲۰۱۸ کال راهيسې په دوامداره توګه تجارتي اصطکاک سخت کړی، چين لا هم پر دې ټينګار کړی چې د سيالۍ لپاره د يوانو تبادلوي ارزښت نه ټيټوي. چين به هېڅکله له تجارتي اصطکاک سره د مقابلې په عرض د يوانو تبادلوي ارزښت څخه د وسيلې په توګه کار وانه خلي.

امريکا د يوانو د تبادلوي ارزښت د کنټرول په اړه په زور سره پر چين تور لګولی، موخه يې دا ده چې په دوامداره توګه پر چين باندې فشارونه واچوي، بازاري وړاندوينه ويجاړه کړي او د چين اقتصاد ضعيف کړي. د امريکا دغه کړنه به ځان او نورو هېوادونو ته زيانونه ورسوي چې نه يوازې به د پولي بازار د ناارامتيا سبب وګرځي، بلکې د نړيوالې سوداګرۍ او نړيوال اقتصاد د بيااحيا مخنيوی به وکړي. د چين او امريکا ترمنځ په سوداګرۍ کې د نابرابرۍ مسئله د بېلا بېلو عواملو له امله رامنځته شوې. امريکا بايد د خپل اقتصاد د جوړښت ستونزه ښه حل کړي.

دا يو واقعيت دی چې د چين مرکزي بانک تل په مناسبه سويه کې د يوانو د تبادلوي ارزښت د ثبات د ساتلو لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. د نړيوالو جوړجاړيو لپاره د بانک لخوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، د ۲۰۰۵ کال له پيل څخه د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې، د يوانو د تبادلوي ارزښت په واقعي توګه ۴۷سلنه لوړ شوی چې د G20 په اقتصادونو کې تر ټولو پياوړې پيسې دي او د ګردې نړۍ په هغو پيسو کې شاملې دي چې د تبادلوي ارزښت د لوړوالي پيمانه يې تر ټولو لويه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای