CRI Online

امريکا د پيسو د تبادلوي ارزښت په پلمه اقتصادي تسلط او باداري عملي کوي چې د منلو ړو نه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 19:57:35

د امريکا ماليې وزارت په دې وروستيو ورځو کې د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې د چين نوم شامل کړ او د تش په نوم د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په اړه له خپل معيار څخه يې انکار وکړ. له دې څخه څرګنديږي چې چين د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ټينګ دريځ لري، په دې هکله د امريکا ځيني کسان غواړي د پيسو د تبادلوي ارزښت په پلمه پر چين فشارونه واچوي او اقتصادي تسلط او باداري عملي کړي. خو دا شک نه شته چې دغه عمل به نړيوال اقتصاد ته لا زيات خطرونه پېښ کړي.

د اقتصاد په نړيوال تاريخ کې امريکا هميشه د پيسو د تبادلوي ارزښت په پلمه پر سيال او حريف فشارونه اچوي. د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له شامليدو راهيسې امريکا هميشه د يوان د تبادلوي ارزښت په پلمه مسئلې جوړوي. خو په ۱۹۹۴ کال کې په چين کې د يوان د تبادلوي ارزښت ميکانيزم جوړ شو او له دې نه وروسته د يوان د تبادلوي ارزښت د بازاري کيدو اندازه په څرګنده توګه لوړه شوې ده.

په دې وروستۍ موده کې امريکا د يو اړخيزم تګلاره غوره کړې او له چين سره يې په تجارت کې اصطکاک زيات کړی، نو د ټولې نړۍ په پولي بازار کې خړپړتيا رامنځته شوې او د يوان د تبادلوي ارزښت د بازاري تهيې او تقاضا او د اټکلي اندازې د بدلون له امله د امريکايي ډالرو په وړاندې د يوان تبادلوي ارزښت لږ ټيټ شوی چې له اوو څخه وتلی دی. دا د بازار عادي غبرګون دی، خو د امريکا ځينو کسانو اقتصادي اصول او د نړيوالې واکمنې څانګې ارزونې ته نه ګوري، په بې پروايۍ يې ويلي چې چين د پيسو د تبادلوي ارزښت کنټرولونکی هېواد دی او غواړي چې پر چين لا زيات فشارونه واچوي.

چين څو څو ځلې ژمنې کړې چې د اقتصادي سيالۍ لپاره به د يوان تبادلوي ارزښت ټيټ نه کړي، ځکه چې دا د چين له ګټو سره سمون نه لري. چين به د بازاري تهيې او تقاضا پر بنسټ د پيسو د تبادلوي ارزښت ميکانيم تنظيم کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای