CRI Online

امريکا د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولولو په پلمه پر چين تور لګوي، ټولې نړۍ ته به زيان ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 19:55:43

د امريکا ماليې وزارت په دې وروستيو ورځو کې د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې د چين نوم شامل کړ چې د څواړخيزم له اصول څخه سرغړونه ده او د ټولې نړۍ ګډې پيژندنې زيانمنوي. د امريکا دغه بې مسئولانه او بد نيت لرونکې کړنه به نه يوازې ټولې نړۍ ته بلکې ځان ته هم تاوانونه ورسوي.

د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو د خړپړتيا په حال کې د امريکا ځيني کسان د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولولو په پلمه پر چين تور لګوي چې په خپله دري هدفونه لري: له چين څخه پر واردوونکو توليداتو د لا زياتو ګمرکي تعرفو د لګولو لپاره پلمه جوړوي، د دغه هېواد د فدرالي زيرمې پر کميټې فشار اچوي چې د پيسو تګلاره ارامه کړي او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته به خوځنده ځواک برابر کړي، دغه راز د دغه هېواد د کورنيو سياسي اړتياوو د پوره کولو لپاره دي . خو دغه هدفونه به يې عملي نه شي، خو پر دغه هېواد به لا منفي اغيزې وکړي.

د بېلګې په توګه امريکا تل د کورنيو لګښتونو له لارې د اقتصاد هڅونه کوي او د سوداګريزو توکو د ټيټې بيې په اتکا د کورنيو لګښتونو لوړه سويه ساتي. خو اوس د امريکا ځيني کسان د ژن مين بي يوان د ارزښت پر ټيټوالي فشار اچوي او غواړي له چين څخه د صادرېدونکو توليداتو بيې لوړې کړي، خو دا به په همدې وخت کې د امريکايي تصديو د ګټو اندازه کمه کړي او د مصرفوونکو توليداتو بيو لوړتيا سبب به شي، په پای کې به امريکايي مشتريان لا په لوړه بيه توکي اخلي او د دغه هېواد د بېلا بېلو کچو حکومتونو د لګښتونو مالياتو پر عايداتو به اغيزه وکړي.

د امريکا لا زيات شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې په وروستۍ موده کې تر يوې اندازې پورې د ژن مين بي يوان بدلون په داسې حال کې د بازار عادي غبرګون دی چې امريکا غواړي له چين څخه پر واردوونکو توليداتو لا زياتې تعرفې ولګوي، خو د چين لخوا د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنټرولولو نتيجه نه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای