CRI Online

چيني حکومت د استخدام هڅونې ته لومړيتوب ورکوي او يو لړ اغېزمن تدبيرونه يې نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-12 10:58:54

د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت وزارت لخوا د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ نه تر جون پورې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۷.۳۷ مليونو تنو ته رسېدلی چې د سږ کال د ټاکلې موخه په سلو کې ۶۷ پوره شوې ده. د چين د دولتي شورا يوې نوبتي غونډې دې ته اشاره وکړه چې په راتلونکې کې به د لا اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره پرمختيايي سرعت ثابت کړو، د استخدام هڅونه به وکړو او لا زيات کاري فرصتونه به برابر کړو. له دې جملې څخه له پوهنتونونو څخه تازه فارغ شوي محصلينو او تقاعد شويو پوځيانو په شمول د ټولنې مهمو ډلو ته به د استخدام ځانګړې تګلارې او ملاتړ لارې چارې برابرې شي. اوس مهال د چيني حکومت څو څانګې په دې کارونو بوختې دي.

په دې ورځو کې زيات شمېر محصلين له پوهنتونونو څخه فارغېږي او د کارونو په موندلو لګيا دي. ځينو چې کارونه یې نه وو موندلي، استخدامي بازار ته ننوتلي دي. د چين په ان هوی ولايت کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د تازه فارغ شويو محصلينو د کار موندلو معلومات اوس د ټولېدو په حال کې دي. له پوهنتونونو څخه هر تازه فارغ شوی محصل چې کار يې نه دی موندلی، يو لړ مرستې او خدمتونه لاسته راوړلای شي. د ان هوی ولايت د بااستعدادو کسانو خدمتي مرکز مشر ښاغلي وو چوانګ هوا څرګنده کړه:

( لومړی اواز)

موږ هر فارغ شوي محصل ته ځانګړي خدمتونه برابروو چې هر يو ته مو لږ تر لږه ۳ کاري فرصتونه او اړوند معلومات وړاندې کوو.

د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت د استخدام د هڅونې ادارې مشرې مېرمن جانګ ينګ داسې معلومات ورکړل چې په ۲۰۱۹ کال کې له پوهنتونونو څخه کابو ۸.۳۴ مليونه تنه فارغ شوي. اوس د دوی د کار موندلو چارې روان دي او استخدامي سويه يې له تېرو څو کلونو سره برابره ده. موږ به په لا زياتو کارونو سره د دوی لپاره په کار موندلو کې همکاري او ملاتړ برابر کړو څو چې هر يو د خپلې خوښې وړ کار پيدا کړي.

( دوهم اواز)

له روان اګست څخه موږ د کار موندلو په انلاين لارښوونکو خدمتونو پيل کوو چې د اوسني استخدامي حالت، اړوندو تګلارو، د کار موندلو لارو چارو او تشريفاتو په شمول برخو کې لارښوونې برابرېږي څو چې د فارغ شويو محصلينو په وړاندې ستونزې او مسئلې ليرې شي.

برسېره پر دې، د چين د ماليې وزارت، د عامه امنيت وزارت او د چين د خلکو بانک هم ځانګړي سندونه خپاره کړي چې په بېلا بېلو لارو چارو د تازه فارغ شويو محصلينو استخدام وهڅول او د دوی اړوند حقونه تاُمين شي.

د يوې مهمې ټولنيزې ډلې په توګه د تقاعد شويو پوځيانو کار کول يا د خپلو چارو پرانيستل د ټولنيزې پاملرنې وړ يوه توده مسئله ده. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د تقاعد شويو پوځيانو لخوا د کار موندلو لپاره يو لړ امتيازي تګلارې ټاکلې او د دوی قانوني حقونه يې تامين کړي دي. د چين په جنوب لويديځ يون نان ولايت کې د تقاعد شويو پوځيانو لخوا د کار موندلو لپاره ۱۸ ځانګړي تدبيرونه نيول شوي دي. د دغه ولايت د تقاعد شويو پوځيانو د چارو ادارې مرستيال ښاغلي ګوه هوا وويل:

( لومړی اواز)

موږ تقاعد شويو پوځيانو ته لا زياتې کاري روزنې برابروو. پخوا د اړوندو قواعدو له مخې، دوی له پوځ څخه تر تقاعد کېدا وروسته په لومړي کال کې يو ځل وړيا روزنه تر لاسه کولای شوه. خو اوس دوی هر وخت کولای شي چې له وړيا روزنو څخه برخمن شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای