CRI Online

تبصره: چين او جاپان بايد نړۍ ته نور زيات مثبت پيغامونه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-12 19:23:01

د چين او جاپان د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالانو د جاپان په ناګانو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي پړاو ستراتيژيک ډيالوګ مشري وکړه.دغه ډيالوګ له اووه کلن ځنډ وروسته تر سره شو. دواړو خواوو څرګنده کړه چې د جاپان په اوساکا کې به د چين او جاپان د مشرانو د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه ډول اړيکې به ټينګې کړي چې د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون ولري. دې نړيوالو ته مثبت پيغام ورکړی چې د چين او جاپان ترمنځ اړيکې له ستونزو څخه وتلې او د ښه والي په حال کې دي.

په دې وروستيو کلونو کې نړيوال حالات پېچلي او بدل شوي. له يوې خوا، امريکا په خپله خوښه د يو اړخيزتوب او پروتيکشنيزم د خپرولو په هڅه کې ده او په نړۍ کې يې سوداګريز اصطکاک راپورته کړی چې له امله يې نړيوال اقتصاد له سختو خطرونو سره مخامخ کړی او هم يې پر جاپان تجارتي فشار اچولی دی. چين او جاپان د آسيا دوه مخکښ اقتصادي ځواکونه دي او د څو اړخيزتوب او ازاد سوداګريز نظام د ساتلو په برخو کې ګډې ګټې او هيلې لري. دغه ډيالوګ چې د تېر پړاو د پای ته رسېدو له اوو کلونو وروسته بيا پيل شوی، موخه يې په اوساکا کې د چين او جاپان د مشرانو د ګډو نظريو پلي کېدل دي. چين او جاپان بايد په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د لسو ګډو نظريو له مخې متقابل سياسي درناوی ټينګ کړي او د تکنالوژيکي نوښت، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، سوداګرۍ او پانګونې، پولي چارو، طبي چارو، د زړو کسانو د پالنې، چاپيريال ساتنې او سيلانۍ په برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای