CRI Online

په چين کې پر نوې انرژۍ د چلېدونکو موټرونو د خرڅلاو اندازه د پرله پسې څلورو کلونو لپاره تر نورو هېوادونو زياته ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-13 15:49:29

پدې وروستيو کلونو کې په چين کې پر نوې انرژۍ چلېدونکي موټرونه لاپسې پرمختللي او مروج شوي او د خرڅلاو کلنۍ اندازه يې د پرله پسې څلورو کلونو لپاره تر نورو هېوادونو زياته ده.

ښاغلی وانګ د بېجينګ اوسېدونکی دی، نيم کال کيږي چې هغه پر نوې انرژۍ يو چلېدونکی موټر اخيستی. هغه وايي، پر نوې انرژۍ د چلېدونکو موټرونو تر ټولو غوره والی د پيسو سپما ده، پخوا هغه پر تېلو چلېدونکی موټر کاراوه او د سلو کيلومترو د مزل کولو لپاره يې شاوخوا 7 ليترو تېلو ته اړتيا درلوده او لګښت يې نږدې پنځوسو يوانو ته رسيده، اوس هغه پر نوې انرژۍ چلېدونکی موټر کاروي او د سلو کيلومترو د مزل کولو لګښت يې يوازې شپږ، اووه يوانه کېږي.

((پر نوې انرژۍ د چلېدونکو موټرونو د چلولو لګښت ډېر کم دی. پخوا مې پر تېلو چلېدونکي موټر کاراوه او اوس برقي موټر کاروم، د تېلو او برېښنا لګښتونه يې ما ته ډېر فرق لري.))

ښاغلی جنګ يو تېکسي چلوونکی دی او د ده موټر هم د نوې انرژۍ موټر دی. هغه وايي:

((زه پدې وروستيو ورځو کې په موټر کې ايرکنديشن لګوم، نو د مزل کولو ورځنی لګښت يې تر بل وخت لږڅه زيات او شاوخوا سل يوانه دی. پخوا مې پر تېلو چلېدونکی موټر چالاوه او ورځنی لګښت يې لږترلږه دوه سوه يوانه وو.))

ښاغلی سون هم پر نوې انرژۍ يو چلېدونکی موټر اخيستی، هغه وايي:

((دا موټر مې درې کاله دمخه اخيستی او د هوا پاکولو سيستم، کمره او د ټکر ضد امنيتي سيستم يې د B درجې موټرونو په پرتله پرمختللي دي. زما موټر ډېر ارام دی او سرعت يې په ډېری چټکۍ پورته کيږي، که يوځل يې بيټرۍ بشپړه چارج شي،تقريباً ۳۰۰ کيلومتره مزل کولی شي.))

ښاغلی وانګ جيان شينګ پر نوې انرژۍ د چلېدونکو موټرونو په يوه پلورنځي کې د منيجر په توګه دنده ترسره کوي، هغه وايي، پر نوې انرژۍ د چلېدونکو موټرونو تقاضا ډېره زياته ده.

((هره مياشت زموږ په پلورنځي کې تقريقاً درې څلور سوه موټرونه پلورل کيږي. ))

پدې وروستيو کلونو کې د چين حکومت تصدۍ هڅوي چې پر نوې انرژۍ چلېدونکي موټرونه وڅېړي او توليد کړي، همدارنګه د دغه ډول موټرونو اخيستونکو ته مالي مرستې ورکوي. په ۲۰۰۹ کال کې په چين کې د دغه ډول موټرونو د خرڅلاو اندازه له 10000 کمه وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه اندازه 1256000 ته رسيدلې او د پرله پسې څلورم کال لپاره د نړۍ تر نورو هېوادونو زياته شوې ده. که څه هم اوس حکومت مشتريانو ته د دغه ډول موټرونو د اخيستلو په برخه کې مالي مرستې کمې کړې، خو کارپوهان لاهم پدې اند دي چې په راتلونکي کې به په چين کې د موټرونو د اوټومات کېدو بهير لاپسې چټک شي. د چین د اوټوموټيف انجينيرۍ ټولنې مرستيال سرمنشي فو فو شن پدې اړه وايي:

((پدې وروستيو کلونو کې په چين کې د موټرونو د بيټرۍ تخنيکونو چټک پرمختګ کړی او راتلونکي کې به لاپسې پرمختللې وي. موږ به د برقي موټرونو د کارولو چاپيريال د ښه والي لپاره هڅې وکړو، په تېره بيا د چارج کولو لپاره به يې د بنسټيزو تاسيساتو بشپړولو ته لومړيتوب ورکړو. همدارنګه د دغه ډول موټرونو د ترميمولو، د دوهم لاس موټرونو د پلورلو او د بيټرۍ د کارولو په شمول د يو لړ نورو بنسټيزو کارونو لپاره به هم هڅې وکړو.))

د چين د موټرونو ټولنې شمېرنه ښيي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې په چين کې د موټرونو د چارج کولو تاسيساتو په شمېر کې 145000 زياتوالی راغلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪47.3 زيات شوي دي. ډېر خلک پدې نظر دي چې د تېلو موټرونو په پرتله د نوې انرژۍ موټرونه نه يوازې پيسې سپما کولی شي، بلکې د چاپيريال د ساتلو لپاره هم ګټه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای