CRI Online

تبصره : چين به د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو قواوو مداخله بې ځوابه پرېنږدي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 15:23:57

پدې وروستيو ورځو کې د هانکانګ په ځانګړې ادارې سيمه کې د زور زياتې پېښې زياتې او سختې شوې دي، د امريکا او لويديځ ځينو شخصيتونو د خپلو ناوړه مقصدونو په موخه لمسوونکې خبرې کړې، په لاريونونو کې يې د بې بندوبارو تندلارو لارښوونه کړې او د هانکانګ په چارو کې يې ښکاره مداخله کړې ده.

د ځينو لويديځو سياستوالو د يادو ناوړو کړنو پر وړاندې به هيڅ هېواد بې ځوابه پرېنږدي. د بهرنيو قواوو د مداخلې له امله هانکانګ ته سخت زيانونه رسيدلي او له خطرونو سره مخ شوی دی. په نږدې يوه موده کې په هانکانګ کې د خوراکي توکو د جوړولو او برابرولو چارې او سياحتي چارې سختې زيانمنې شوې ، که پولي ، سوداګريزې او ټرانسپورټي چارې هم زيامنې شي، نو د هانکانګ اقتصاد ته به بې شمېره زيانونه ورسيږي.

چين په جدي توګه له بهرنيو قواوو څخه غوښتنه کوي چې د اړوندو حالاتو ناسم ارزيابي ونه کړي او د خپل ملي حاکميت، امنيت ، يووالي او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات د ساتلو په برخو کې د چين حکومت او خلکو د ټينګ هوډ او ټينګې ارادې سپکاوی ونه کړي. په هانکانګ کې هرڅه چې رامنځه کېږي، چينايان کولی شي د خپلو ستونزو د حل لارې پيدا کړي او د حلولو لپاره يې قوي وړتيا لري. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای