CRI Online

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کارپوه: د اسعارو سيالۍ په واقعي توګه د اقتصادي پرمختګ د سرعت سيالۍ ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-15 16:24:53

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کارپوه، د دولتي پولي چارو او پرمختګ د لابراتوار د شورا مشر لي يانګ د اګست په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل د اسعارو سيالۍ په واقعي توګه د اقتصادي پرمختګ د سرعت او نړيوال اقتصاد ته د خدماتو د اندازې سيالي ده. د ده په اند امريکا د نړيوال اقتصاد په اوسني پولي جوړښت کې مرکزي مقام نيسي او په اوږد وخت کې د اسعارو د کنترولولو توان لري او له نورو هېوادونو سره په مقابله کې له اسعارو څخه د وسلې په توګه استفاده کوي. د ده په نظرد امريکا د هغه عمل د مخنيوي لپاره چې له اسعارو څخه په استفادې سره له نورو هېوادونو سره مقابله کوي، بايد د نړيوال اقتصاد اوسنی پولي جوړښت اصلاح شي.

لي يانګ د اګست په ۱۴مه نېټه د نړيوال اقتصاد د نوي پولي جوړښت د جوړولو تر سر ليک لاندې په سمينار کې وويل چې بېلا بېل هېوادونه په اوسني اقتصادي او پولي سيستم کې په دوو برخو، مرکز او ځنډې ويشل کيږي. امريکا تل ډالر د ځانګړي مقام له امله د نړيوال اقتصاد او د پيسو په نړيوال سيستم کې مرکزي ځای نيسي، خو په څنډو کې نور اقتصادونه، د اقتصاد د نړيوال جوړښت د پرمختګ سره په پر له پسي ډول بدليږي. امريکا له ۱۹۸۸ کال څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې د ۱۳ هېوادونو او سيمو په اړه قضاوت کړی چې اسعار يې کنترول کړي دي، خو دغه هېوادونه او سيمې ټول په هغه وخت کې د چټکې پرمختيا په حال کې و. لي يانګ وويل چې له دې څخه څرګنديږي چې د اسعارو سيالۍ په واقعي توګه د پرمختګ د سرعت سيالي ده. هغه وويل چې امريکا په وار سره د جرمني، جاپان، د چين تايوان او د کوريا جمهوريت په اړه قضاوت کړی چې اسعارو يې کنترول کړي، ځکه چې په هغه وخت کې د دغو هېوادونو او سيمو د پرمختګ سرعت له امريکا څخه چټک و، نو د کارونو او توليد په شمول زياتو برخو کې د دغو هېوادونو او سيمو او امريکا تر منځ فاصلې رامنځته شوې چې دغه فاصلې هرومرو د اسعارو د بدلون سبب شوې دي. دا په اساسي ډول يو عادي کار و، خو امريکايانو ته دا د منلو وړ نه و، نو په وار سره يې د اسعارو د کنترولولو په پلمه له دغو هېوادونو او سيمو سره مقابلې ته مخه کړه. نو دا ويلی شو چې د اسعارو سيالي په واقعي توګه د پرمختګ سرعت او نړيوال اقتصاد ته د خدماتو د اندازې سيالي ده.

د لي يانګ په نظر د نړيوال اقتصاد په اوسني پولي جوړښت کې امريکا داسې هېواد دی چې د اسعارو د کنترولولو توان لري. هغه وويل چې اسعار د امريکايي ډالرو د بادارۍ د ساتلو کيليدې وسيله ده. نو امريکا د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا په خوله د تش په نامه د اسعارو پر کنترولونکو هېوادونو مهمه اغيزه اچولې ده. په اوسنۍ نړۍ کې يوازې امريکا په اوږد وخت کې د اسعارو د کنترولولو توان لري.

لي يانګ دې ته اشاره وکړه چې له دې امله چې امريکا د نړيوال اقتصاد د اوسني پولي سيستم لارښوونه کوي او په خپله خوښه د اسعارو په پلمه له نورو هېوادونو سره مقابله کولی شي، نو د دغې مسئلې د حلولو لاره د اوسني جوړښت اصلاح کول دي. هغه وويل چې تر څو چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اقتصاد اوسنی پولي نظام موجود وي، دغه هېواد به د اسعارو د کنترولولو او د دغه تش په نامه شعار په پلمه چې امريکا به خپلې ګټې له لاسه ورکړي او نور هېوادونه به ګټې تر لاسه کړي، له نورو هېوادونو سره مقابله وکړي. نو د نړيول اقتصاد د پولي جوړښت بيا جوړول د دغې مسئلې د حلولو بنسټيزه لاره ده. دا په اوږد راتلونکي کې يوه مشکله دنده ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای