CRI Online

تبصره: سپين کتاب په شينجيانګ کې د ښوونيزو او روزنيزو کارونو په اړه ۳ درواغ رد کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-16 20:34:45

د چين حکومت د اګست په ۱۶مه نېټه د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو د ښوونيزو او روزنيزو کارونو سپين کتاب خپور کړ چې پکې يې نړيوالې ټولنې ته د ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو د جوړېدو د زمينې، د درسونو د محتوياتو او اغېزو په اړه معلومات او تفصيلات ورکړي او د واقعيتونو له لارې يې په شينجيانګ کې د ښوونيزو او روزنيزو چارو په اړه د لويديځو هېوادونو د ځينو کسانو ۳ لوی درواغ رد کړي او د دغو کسانو رښتينی نيت يې څرګند کړی چې دوی د بشري حقونو په پلمه په دوه ګونو معيارونو د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

شينجيانګ په اوږده موده کې د چين لخوا له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې عمده جنګي ميدان دی. د لومړنيو معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې د بېلتون غوښونکو، افراطي مذهبي او سختو دريځو زور زياتي کوونکو په شينجيانګ کې زر ګونه بريدونه طرحه او تر سره کړي دي چې د ځايي سيمې ټولنيز ثبات او اقتصادي پرمختګ ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

په نوموړي سپين کتاب کې د حقيقتونو د يادولو له لارې د شينجيانګ د ښوونيزو او روزنيزو کارونو په اړه د لويديځ ۳ ادعاوې يې دروغ ثابتې کړې. لومړی، د شينجيانګ ښوونيز او روزنيز مرکزونه ښوونځي دي، نه د لويديځ د درواغو په قول زندانونه. دوهم، په ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو کې د اويغوري قوم په شمول د ملي لږکيو د کلتور سپېڅلتيا ته سپکاوی نه کيږي او د زده کوونکو د منلو يوازينی معيار دا دی چې ايا دغو کسانو د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت په ناقانوني فعاليتونو او جرمونو کې ګډون کړی او که نه.درېيم، ښوونيز او روزنيز مرکزونه د اسلام په شمول د هيڅ دين د عقايدو مخه نه نيسي.

له حقيقونو څخه دا په ډاګه شوې چې په شينجيانګ کې د يادو ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو د جوړونې په شمول د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد تدبيرونو د بېلا بېلو قومونو خلکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونه تامين کړي. له مسلسلو دريو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د زور زياتي هيڅ ترهګريز بريد نه دی رامنځته شوی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له شينجيانګ څخه د ليدونکو شمېر تر ۷۵ مليونو او ۸۹۰ زرو تنو زيات و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴۶ زيات شوی، ځايي ټولنه او اقتصاد د ښه والي په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای