CRI Online

د امريکا د فيډکس چټک پست شرکت بايد د خپلو ناقانونه کړنو له امله جدې سزا ته غاړه کېږدي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-18 19:52:31

د چين د فو جيان ولايت د فو جو ښار پوليسو په دې وروستيو ورځو کې هغه خبرداری تر لاسه کړ چې د دغه ولايت د سپورټي توکو شرکت له يو امريکايي څخه د امريکا د فيډکس چټک پست شرکت لخوا بکس تر لاسه کړ چې په کې ټوپک شتون درلود. دا له دې نه وروسته چې د چين اړوندې څانګې د قانون له مخې د دغه شرکت په وړاندې تحقيقات پيل کړي، د دغه شرکت يوه بلنه سخته ناقانونه کړنه ده. ټوپک خطرناکه وسيله ده، چين د ټوپکونو د ادارې په چارو کې په جدې توګه کنترولوي او هغو عملونو ته سزاوې ورکوي چې د چين د ولسي جمهوريت د ټوپکونو ادارې له قانون څخه سرغړونه ده او د اجازې د نه شتوالي په حال کې ټوپکونه توليد، پلورل او اخيستل، قاچاق او غير قانوني بلل کېږي.

د امريکا د فيډکس چټک پست شرکت څه دپاسه ۳۰ کاله مخکې په چين کې د کار کولو اجازه تر اسه کړې او بايد د چين په قوانينو او اصولو ښه وپوهيږي او د کارونو اصول بايد سم مراعات کړي. خو دغه شرکت د هوا وې شرکت په وړاندې مخکې هم څو څو ځلې تيروتنې تر سره کړې او دا شک شته چې دغه شرکت په قصدي توګه د امريکايي حکومت په اړوندې ناسمې کړنې تر سره کوي.

دغه شرکت د تحقيقاتو په بهير کې په ناقانونه توګه ټوپک چين ته انتقال کړی. له دې څخه څرګندېږي چې دغه شرکت د چين عامه امنيت سخت زيانمن کړی دی، د چين له قانون او اصولو څخه يې سرغړونه کړې چې تصافي تيروتنه نه ده، خو پر قانون د پوهيدو په حال کې بيا هم له قانون څخه سرغړونه کوي. اوس د فو جيان ولايت پوليسو دغه ټوپک ضبط کړی او په تحقيقاتو يې پيل کړی دی. دغه شرکت بايد له پلټنې سره همکاري وکړي او چينايانو ته يو معقول ځواب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای