CRI Online

د امريکا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له امله د دې هېواد اقتصاد به شا ته وغورځي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-19 19:56:27

د امريکا د ملي پور په بازار کې په دې وروستيو ورځو کې د لس کلني ملي پور د ګټې کچه تر دوه کلنی ملي پور ټيټه ده. د پانګوالو په اند، دا د امريکا د اقتصاد د شا ته غورځېدو مهمه نښه ده. په دې اړه د دې هېواد د سپينې ماڼۍ سلاکارانو د اګست په ۱۸مه نېټه په يو شمېر خپرونو کې ګډون کړی او ويلي يې دي چې د دې هېواد اقتصاد نه شا ته کېږي. خو د وروستۍ اقتصادي شمېرې له مخې او د په دې هېواد کې د ګمرکي مالياتو له زياتوالي سره د مخالفت څخه د ډېرو غوښتنو له مخې، دا څرګندېږي چې د ګمرکي مالياتو د زياتوالو له امله د امريکا اقتصاد به شا ته وغورځېږي.

عموماً څومره چې د ملي پور موده اوږده وي، هومره يې د ګټې او سود کچه لوړېږي. که د اوږدې مودې د ملي پور د ګټې کچه د لنډې مودې تر ملي پور ټيټه ده، نو عموماً پيشګويي دا ده چې اقتصاد ښايي په راتلونکې ۱۲ مياشتو کې شا ته وغورځي.

اوس د امريکا بېلابېل ډګرونه د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له امله زيانمن دي او ورسره د مخالفت غږونه ډېر دي. خو د دې هېواد يو شمېر کسان په اقتصادي وروستۍ شمېرې سترګې پټوي، د ګمرکي مالياتو له زياتوالي سره د مخالفت غږونه نه اوري او په دوامدار ډول بې ځايه دليلونه پيدا کوي.

هيله ده چې د امريکا ياد کسان د اقتصاد اساسي اصل مراعات کړي، د ګمرکي کالياتو له زياتوالي سره د مخالفت غږونه واوري، په سمه توګه د ګمرکي مالياتو د زياتوالي بدې اغېزې وګوري او لېرې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای