د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۱۹مه نېټه د ۹۰ ورځو لپاره د يوې لنډمهالې اجازې په اوږدولو سره د هوا وی او د ياد شرکت اړوندو شرکتونو پر توليداتو او خدمتونو په امريکا کې پر معاملولو د بنديزونو د عملي کېدو وخت يو ځل بيا ځنډولی څو چې امريکايي مصرف کوونکو ته د زيان رسولو مخنيوی وکړي.
د امريکا د سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اګست له ۱۹مې نېټې څخه په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د لنډمهالې اجازې لرونکي امريکايي تصدۍ به پر هوا وی او د هوا وی اړوندو غير امريکايي شرکتونو ځينې او محدود توليدات او تخنيکونه وپلوري.
د دغې اعلاميې له مخې، د بنديز لګونې په لېست کې د هوا وی نورو ۴۶ فرعي شرکتونو د شاملولو پرېکړه د اګست په ۱۹مه نېټه نافذ شوه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |