CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: هيله ده چې امريکا د هوا وی په ګډون پر چيني تصديو با معقول بنديزونه لغوه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 11:24:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې له هوا وی شرکت سره سوداګرۍ کولو ته ليواله نه دی . د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين او امريکا د تصديو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده.هيله ده چې امريکا به د هوا وی په ګډون پر چيني تصديو غير عادلانه فشارونه او بنديزونه ودروي او له چيني تصديو سره به په منصفانه، عادلانه او بې توپيره چلند وکړي.

ګنګ شوانګ وويل ، په اوساکا کې د چين او امريکا د مشرانو د کتنې په وخت کې امريکا وويل چې دا به امريکايي شرکتونو ته اجازه ورکړي چې د هوا وی شرکت عرضه کولو ته دوام ورکړي. دا چې کله امريکا خپلې ژمنې پوره کوي او څنګه خپلې ژمنې پوره کوي ،د امريکا په خپل اعتبار پورې اړه لري او نړيواله ټولنه هم ورته په تمه ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای