CRI Online

د اقتصادي او سوداګريزې مسئلې د سياسي کېدو هڅه به حتماً ناکامه شي.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 15:33:18

د امريکا مرستيال ولسمشر مايکل پنس د اګست په ۱۹مه نېټه په ديترويټ ښار کې د يوې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه: امريکا چينايانو ته ډېر درناوی کوي او هيله نه لري چې چيني بازار ته زيانونه ورسوي. خو که د امريکا او چين ترمنځ يو اقتصادي او سوداګريز تړون د لاسليک په صورت کې بايد چين خپلې مختلفې ژمنې پوره کړي، د بېلګې په توګه په ۱۹۸۴ کال کې د چين او برېتانيا ترمنځ د ائتلافي اعلاميې له مخې دې د هانکانګ قانوني بشپړتيا وساتي.

د مرستيال ولسمشر مايکل پنس يادې خبرې خورا رياکارانه بڼه لري او بيخي بې معنی دي چې نه يوازې اقتصادي او سوداګريزه مسئله يې سياسي کړې، بلګې د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده مداخله کړې ده. د ده هغه دوسيه چې غواړي له دې لارې پر چين د فشار اچولو او د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه خپل چلونه زيات کړي، خورا بد نيت لري.

خو د څه باندې يو کال له واقعيتونو څخه څرګندېږي چې پر چين د بې حده فشار اچول هېڅ ګټه نشي درلودلای، برعکس به د ستونزې د حل سختوالی زيات شي. چين تل ويلي او وايي چې په اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو کې بايد نورې مسئلې ګډې نشي. چين غواړي چې له امريکا سره د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ سلامشورې وکړي، خو په مهمو او سترو اصلي مسئلو کې به هېڅ جوړجاړي و نه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای