CRI Online

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د مبارکۍ پیغام

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 18:41:49

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمأب صلاح الدین رباني:

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت زه تاسو ته تودې مبارکۍ وایم. چین او افغانستان دودیز دوست ګاونډیان دي. په دې وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو دوستانه اړیکو په پرله پسي توګه پرمختګ کړی دی. زه غواړم چې له تاسو سره یو ځای د خپلمنځي اړیکو د لانور پرمختګ لپاره د دواړو هیوادونو د مشرانو کړې موافقې په جدي توګه پلې کړو. چین غواړي په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې او جوړجاړي په پروسه کې ابادوونکی رول ته دوام ورکړي.

ستاسو د هیواد سمسورتیا او د خلکو نیکمرغۍ په هیله!

ستاسو د ښې روغتیا او د کارونو بریالیتوبونو په هیله!

د چین د ولسي جمهوریت د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

د ۲۰۱۹ کال د اګېست ۱۹مه نیټه بېجینګ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای