CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په مناسبت د دغه هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په نامه د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-20 18:42:49
د چين صدراعظم لي که چيانګ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په مناسبت د دغه هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په نامه د مبارکۍ پيغام واستاوه

کابل

د افغانستان اسلامي جمهوريت

اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله

جلالتمأب اجرائيه رئيس:

زه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وخت کې تاسو ته تودې مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کوم.

افغانستان اوږد او له وياړه ډک تاريخ لري او د افغانستان خلک زحمتکښ او د زړور خلک دي. زه باور لرم چې د ملي وحدت حکومت تر مشرۍ لاندې به افغانستان هرومرو ستونزې او ننګونې حل کړي، ژر تر ژره په خپل هېواد کې سوله، يووالی او پرمختګ رامنځته کړي.

چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او نسل په نسل يې دوستانه اړيکې ټينګې کړې او ټينګوي يې. د چين حکومت له افغانستان سره د ګاونډيتوب او دوستۍ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. زه غواړم چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو د واقعي همکاريو د پر له پسې نويو پرمختګونو لپاره له تاسو سره يو ځای ګډې هلې ځلې وکړو.

ستاسو په هېواد کې د سمسورتيا او د خلکو د نيکمرغۍ او ښې روغتيا په هيله !

ستاسو د ښې روغتيا او د سالمو کارونو په هيله !

د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ

د ۲۰۱۹ کال د اګست نولسمه نېټه بيجينګ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای