د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر
محمد اشرف غني ته
ښاغلي ولسمشر :
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کليزې په مناسبت زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب تاسو ته او ستاسو له لارې د افغانستان حکومت او خلکو ته تودې مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کوم.
افغانانو د ملي خپلواکۍ د ګټلو او د هېواد د ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او ارزښتناک برياليتوبونه يې ترلاسه کړي چې نړيوالې ټولنې ته د قدر وړ دي. پدې وروستيو کلونو کې افغانستان د اقتصادي او ټولنيزې ودې د هڅولو، د سيمه ييز پيوستون د تقويه کولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې مثبت پرمختګونه ترلاسه کړي دي.
د چين او افغانستان ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. دواړو خواوو له متقابلو اساسي ګټو سره تړاو لرونکو مسئلو کې يو د بل پوهاوی او ملاتړ يې کړی او کوي يې. دواړو هېوادونو پدې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې ښې همکارۍ کړې او د دواړو هېوادونو خلکو ته مو ګټې رسولې دي. زه له افغانستان سره د چين اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګورم او له تاسو سره به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د دوامدارې پرمختيا لپاره هڅې وکړم.
د افغانستان د سمسورتيا او ابادۍ او د خلکو د خوشحالۍ،سولې او ملي روغې جوړې په هيله!
ستاسو د ښې روغتيا او نيکبختۍ په هيله!
د چين د ولسي جمهوريت رئيس شي جين پينګ
۲۰۱۹ کال د اګست ۱۹ مه نېټه بېجينګ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |