CRI Online

په امريکا کې چيني اوسېدونکو او محصلينو د زورزياتي پر ضد او د هانکانګ له تجزيه غوښتونکو سره د مخالفت اوازونه اوچت کړل.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 09:32:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سن فرانسيسکو، بوستن او نيويارک په شمول زياتو ځايونو کې چيني اوسېدونکو او محصلينو په دې وروستيو ورځو کې د سوله ييزې مظاهرې له لارې په هانکانګ کې د سخت دريځو مظاهره کوونکو د زورزياتي سخته غندنه وکړه، له چين او هانکانګ سره يې خپله مينه او له يو هېواد او دوو سياسي نظامونو څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

په سن فرانسيسکو کې څو سوه تنه چيني اوسېدونکي په يو ډګر کې په سوله ييزه توګه راغونډ شول او د چين ملي بيرغونه يې په لاسونو کې ونيول، د وطن دوستۍ نارې يې پورته کړې او په يو اواز يې د وطن دوستۍ سندرې هم وويلې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای