د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو شمېر بهرنيو شخصيتونو په دې وروستيو ورځو کې په وار سره د هانکانګ د زورچلوونکو د کړنو او د هانکانګ په حالاتو کې د بهرنيو قوتونو د لاسوهنو غندنه وکړه، په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پاليسۍ ملاتړ يې وکړ او د تاوتريخوالي د مخنيوي او د دې ښار د سمسورتيا او ثبات د ساتنې لپاره يې د هانکانګ حکومت او پوليسو د کوښښونو ملاتړ وکړ.
د روسيې د لېرې ختيځ پلټنيز انستيټوت مرستيال مشر اندري اوسترويسکي دې ته اشاره وکړه چې د هانکانګ د لاريون کوونکو کړنې د ځايي ژوند او بازاري چارو د زيانمنېدو سبب ګرځېدلې او دا سوله ييز لايونونه نه دي.
د امريکا د ګردې کړۍ د پاليسيو مجلې د واشنګټن څانګې مشر ويليام جونس وويل، بريتانيا او امريکا د هانکانګ په چارو کې لاسوهنې کړې دي. د دې دوو هېوادونو د يو شمېر حکومتي شخصيتونو لاريون کوونکي پاڅون ته لمسولي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |