د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريټر دميتري پيسکوف د اګست په ۲۰ مه نېټه وويل چې امريکا په دې وروستيو ورځو کې يو عادي ځمکنی کروس توغندی وازمويه، له دې څخه څرګنديږي چې دغه هېواد لا مخکې د منځني واټن اټومي وسلو د تړون خرابولو ته چمتوالی درلود. نوموړي وويل، د دا ډول ازموينې د چمتوالي لپاره څو اوونۍ ان څو مياشتې کافي نه دي، نو له دې څخه يو ځل بيا ښکاره شوه چې ياد تړون روسيې نه، بلکې امريکا خراب کړی دی.
د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د اګست په ۲۰ مه نېټه خبري رسنيو ته وويل چې امريکا د ياد توغندي د ازموينې لپاره چمتووالی د اګست له ۲ مې نېټې څخه يعنې د ياد تړون له لغوه کېدو څخه ډېر وخت مخکې پيل کړی. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |