CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د چين د حکومت ځانګړی استازی: د سوريې مسئله بايد په ټينګار سره له سياسي لارو چارو حل کړو

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 09:53:29

د سوريې مسئلې په اړه د چين د حکومت ځانګړي استازي شيه شياو يان د اګست په ۲۰ مه نېټه د سويس په جنيوا کې له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال هيله وښوده چې د ايران، جينوا او سوريې ته د خپل روان سفر پر مهال د سوريې د وروستيو حالاتو او له سياسي لارو چارو د دغه هېواد مسئلې د حل په اړه د بېلابېلو خواوو نظرونه واوري او پدې اړه د چين دريځ بيان کړي.

نوموړي په همدې ورځ د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي له ځانګړي استازي ګير پيدرسن سره تر کتنې وروسته رسنيو ته وويل چې چين به په مداومه توګه د سوريې مسئلې په حل کې د م م له رول او د ځانګړي استازي ګير پيدرسن له منځګړيتوب څخه ملاتړ وکړی او هيله لري چې په سوريه کې د اساسي قانون کمېټه ژر ترژره جوړه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای