د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د خارجه وزيرانو ۹مه غونډه د اګست د ۲۱مې نېټې په سهار د چين په پلازمېنه بېجينګ کې پرانيستل شوه. دغه غونډه د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په مشرۍ تر سره شوه او د کوريا جمهوريت او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو مېرمن کانګ کيونګ واه او ښاغلي تارو کونو پکې ګډون وکړ.
د خبر له مخې، د دريو هېوادونو خارجه وزيران ښايي په ياده غونډه کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د همکارۍ، د دريو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ۸مې کتنې د چمتوالي او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |