CRI Online

تبصره: په ټويټر او فېسبوک کې د بيان ازادۍ او برابرۍ اجازه شته؟

cri     (GMT+08:00) 2019-08-21 19:42:00

د امريکا ټولنيزو رسنيو (( ټويټر)) او فېسبوک په دې وروستيو کې د نژدې زرو اکونټونو بندولو اعلان وکړ او و يې ويل چې دغه اکونټونو په هانکانګ کې د لاريونونو په اړه جعلي خبرونه خپاره کړي او د چين حکومتي ملاتړ ورسره و. خو انټرنيټ کاروونکو دا پيدا کړې چې د دغو اکونټونو له خوا خپارو شويو انځورونو او ليکنو کې پر قانون جوړوونکې کمېټې د مظاهرو ګډونوالو د بريدونو په اړه رښتيني او عيني معلومات څرګند شوي.

د ټويټر او فېسبوک له يادو کړنو څخه دا معلوميږي چې دوی د هانکانګ د جنجال رامنځته کوونکي سياسي ځواک شريکان ګرځېدلي.

امريکا يو داسې هېواد دی چې په خوله د بيان ازادۍ نارې وهي، خو د هانکانګ مسئلې په اړه د ټويټر او فېسبوک له کړو وړو څخه نړيوالې ټولنې ته دا تائيد شوې چې د تش په نامه (( د بيان ازادی )) او (( ديموکراسي، برابري او عدالت )) د امريکايي سياستوالو وسيلې دي، دوی د دوه ګونو معيارونو په کارولو سره تور ته سپين او سپين ته تور وايي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای