CRI Online

امريکا غواړي پر تايوان باندې د پوځي تجهيزاتو او وسلو د خرڅولو له لارې چين تر فشار لاندې راولي، خو داسې کړنه به يې يوازې خپل ځان ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-22 19:57:19

د چين د راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د اګست په ۲۲مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه، چې نوم يې دی (( امريکا غواړي پر تايوان باندې د پوځي تجهيزاتو او وسلو د خرڅولو له لارې چين تر فشار لاندې راولي، خو داسې کړنه به يې يوازې خپل ځان ته زيانونه ورسوي )).

په ياده ليکنه کې ليکل شوي، چې پر تايوان باندې د امريکا د اړوندو شرکتونو د وسلو خرڅول نه يوازې سوداګريز تجارت دی، بلکې يو سياسي عمل دی چې د چين ملي حاکميت ويجاړوي او په کورنيو چارو کې لاوهنه کوي. داسې کړنې چين ته منلو وړ نه دي او چين به ورباندې بنديزونه ولګوي. هر څومره ځواک چې غواړي د تايوان له لارې چين ته زيان ورسوي د خپل ځان په زيان به يې تمام شي.

د بېجينګ په ځايي وخت د اګست په ۲۱مه نېټه، د امريکا د ملي دفاع وزارت په رسمي ډول کانګرس ته وويل، چې دغه هېواد به پر تايوان د ۸ ملياردو ډالرو ۶۶ F-16 جنګي الوتکې او اړوند سامان الات خرڅ کړي او ورڅخه ملاتړ وکړي. چين ورسره کلک مخالفت کوي او د ضروري تدبيرونو له لارې به د خپلو ګټو ساتنه وکړي، لکه د امريکا پر يادو شرکتونو باندې به بنديزونه ولګوي. تر اوسه پورې چين امريکا ته کلک احتجاج کړی او ويلي يې دي چې د ضروري تدبيرونو له لارې به د خپلو ګټو ساتنه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای