CRI Online

له ګان سو ولايت څخه د شي جين پينګ ليدنه کتنه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 15:10:39

د اګست له ۱۹مې نه تر ۲۲مې نېټې پورې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په وار سره د ګان سو ولايت جيو چوان، جيا يو ګوان، جانګ يې، وو وی او لان جو په شمول څو ځايونو ته لاړ او له ځايي کارونو څخه يې ليدنې کتنې وکړې. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د ثبات په ساتلو سره پرمختګ کول زموږ د اوسنيو کارونو بنسټيزه لار ده. موږ بايد پر نوې پرمختيايي مفکورې او باور ټينګار وکړو، د نوښتونو هڅونه دې وکړو، واقعي کارونه دې تر سره کړو او يووالی دې وساتو.

د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په سهار کله چې شي جين پينګ له بېجينګ څخه د ځانګړې الوتکې په وسيله دون هوانګ ښار ته تازه ورسېد، سمدلاسه د موګاو لرغونو ديوالي انځور لرونکو سمڅو ته لاړ او هتله يې د تاريخي اثارو د بدلولو بهير، ساتلو او څېړلو په اړه معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ دغه خبره تکرار کړه چې موږ بايد د خپلو نيکونو څخه را پاتې قيمتي کلتوري ميراثونه په خورا مينې سره وساتو، د تاريخي اثارو ساتلو ته دې لومړيتوب ورکړو څو چې دغه نړيوال کلتوري ميراثونه نسل په نسل پاتې شي. هغه د دون هوانګ په څېړنيزې اکاډمۍ کې له اړوندو کارپوهانو، عالمانو او د کلتوري ارګانونو له استازيو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې موږ بايد د دون هوانګ پر اړوندو تاريخي کلتورونو د څېړنې پر مهال نه يوازې په کلتوري او تاريخي اثارو کې د شته فلسفي فکرونو، انساني او کلتوري روحيو، ارزښتناکو مفکورو او اخلاقي معيارونو باندې ښه پوه شو، بلکې ترې څرګندې شوې د چيني ملت کلتوري روحيې دې لا روښانه کړو تر څو پر خپلو کلتورونو باور پر له پسې پياوړی کړو.

له دون هوانګ کلتور څخه د چيني ملت کلتوري باور څرګندېږي. يوازې باورمن تمدن د خپلو ځانګړتياوو په ساتلو سره د رنګا رنګو بهرنيو تمدنونو له غوره لاسته راوړنو څخه ګټې اخيستلای شي. نن ورځ موږ غواړو چې د چيني ملت نوې کلتوري سمسورتيا ومومو، نو په لا پراخې سينې سره دې د بېلا بېلو هېوادونو له ډول ډول کلتورونو سره تبادله وکړو او په لا مثبته توګه دې په نړۍ کې له هر ډول غوره مدني لاسته راوړنو څخه زده کړه وکړو.

جيا يو ګوان چې د چين په مينګ سلسله کې د جوړ شوي لوی ديوال لويديځ پيل دی، د اوسني چين لپاره يو مهم تاريخي اثر او د نړيوال کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی. شي جين پينګ څرګنده کړه چې موږ بايد د لوی ديوال لا ستر کلتوري ارزښت پيدا کړو او د تاريخي اثارو د ساتلو کارونه دې په ښه توګه وکړو.

په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک چې چين يا چيني کلتور يادوي، لوی ديوال به بيا ياد او په خبرو کې راشي. لوی ديوال ، يانګځه سيند او ژيړ سيند ټول د چيني ملت او د ملي روحيې مهمې نښې دي. موږ يې بايد هرومرو په ښه شان سره وساتو.

د جانګ يې ښار په ګاو تای ولسوالۍ کې شي جين پينګ د چين د سره پوځ د مخکنيو قربانيانو قبرونو ته لاړ او هلته يې د دوی په احترام د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

د اګست د ۲۲مې نېټې په ماسپښين شي جين پينګ د ګان سو ولايت د ګوندي کمېټې او ولايتي حکومت لخوا د کاري معلوماتو تر اورېدلو وروسته څرګنده کړه چې ګان سو ولايت دې له بېوزلۍ سره پر خپلې مبارزې ټينګار وکړي او کلي په کلي، سر په سر دې ستونزې ليرې کړي. موږ بايد د وګړيو ژوند تامين کړو، پکې دې ښه والی راوړو او د ولسي وګړيو په وړاندې د ښوونې، طب او ترانسپورټ په برخو کې ستونزې دې ليرې کړو څو چې ټولنيزه همغږي او ثبات وساتو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای