د چين د دولتي شورا د پولي چارو د ثابت پرمختګ کميټې په دې وروستيو ورځو کې پريکړه وکړه چې بايد د چين د اسهامو بازار اصلاحات ژور شي څو دغه بازار د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ انجن وګرځي. يوه اونۍ مخکې د چين د اسهامو د نظارت ټولنې څرګنده کړې وه چې د چين د اسهامو بازار د اصلاحاتو عمومي لايحه په بنسټيزه توګه جوړه شوې وه. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د اسهامو د ژورو اصلاحاتو نښه لا څرګنده ده او په واقعي اقتصاد کې د اسهامو بازار د خدمت توان به لا نور پياوړی شي.
دا ځل د پولي چارو کميټې وړانديز کړی دی چې د ساينس او نوښتونو په برخه کې اصلاحات به لومړی تر سره شي او د اسهامو بازار په اړه د لوړې کچې ډيزان به پياوړی شي. د ساينس او نوښتونو برخې له يادونې څخه څرګنديږي چې دغه برخه د چين د اسهامو بازار لپاره ستر اهميت لري او چين د اسهامو بازار د اصلاحاتو په کارونو کې ګټور مهم ټکي پيدا کړي دي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |