CRI Online

د ترکيې د ازمير په نندارتون کې به د چين د توليداتو طوفان نندارې ته وړاندې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-03 17:32:21

د ازمير اته اتيايم نندارتون او په دغه نندارتون کې د ملګري هېواد په توګه د چين د هويت په اړه خبري ناسته د سپتمبر په دوهمه نېټه د ترکيې د ازمير په کلتوري باغ کې تر سره شوه.د ازمير ښاروال تونک سوير،د چين د نړيوالې سوداګريزې ټولنې د نندارتون چارو د څانګې مشر ګوو اينګ هوي او د ترکيې د IZFAS په نوم د شرکت عمومي مدير کانان کاراسمانوګلو په دې خبري ناسته کې ګډون وکړ.

د دغې خبري ناستې مشرې وويل چې د ياد نندارتون شعار دا دی چې مونږ په ازمير نندارتون کې واقع يو.ياده خبري ناسته د موزيک په غږيدو سره پيل شوه.

د ازمير ښاروال تونک تر هر څه لومړی په دې ناسته کې د ګډون کوونکو چيني مېلمنو هر کلی وکړ او د چين چټک پرمختګ يې وستايه. هغه هم هيله وښودله چې دوی د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او ازمير د نړۍ د ختيځ او لويديځ د وصل سيمې رول ولوبوي تر څو د ازمير ښار پرمختګ ومومي.هغه وويل(اواز...........)چين په اوسنۍ نړۍ کې يو داسې هېواد دی چې پرمختيايي سرعت يې ډېر چټک دی ، او په نړۍ کې لارښوونکي رول لوبوي.د چين د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ وړانديز چې د ځکمني، سمندري او هوايي لارو د نښلولو سره به د ورېښمو لاره بيا سمسوره شي،په راتلونکې کې مهم ځای ونيسي.ازمير د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يو مهم تمځای دی او د نړۍ د ختيځ او لويديځ د نښلولولپاره په برخه کې مرکزي رول لوبوي. نوځکه زمونږ راغونډيدل د اهميت وړ دي.نه يوازې د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو لپاره بلکې د ازمير ښار لپارهچې له چين سره دوستانه همکاريزې اړيکې لري،نن ورځ ډېره مهمه ده.

د چين د نړيوالې سوداګريزې ټولنې د نندارتون چارو د څانګې مشر ګوو اينګ هوي وويل چې په دغه نندارتون کې به ۶۲ چيني تصدۍ به په دوه زره مربع متره پراخه غرفه کې ګډون وکړي او د بنسټيزو تاسيساتو،انرژۍ،الکترونيک، مخابراتو، معلومتي تکنالوژۍ، سوداګريزو تجهيزاتو، صنعتي روبوټ، ځيرکو او طبي تجهيزاتو، پولي او کلتوري چارو په شمول به په ډېرو برخو کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي.

ګوو اينګ هوي وويل چې د چين د سوداګرۍ هڅونکې ټولنه به د دې نندارتون په موده کې د چين د اغيزې د پراخوالي، د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د چين او ترکيې ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د دغه نندارتون د اغيزې د لوړوالي لپاره به د نندارتون د پيل په لومړۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې همکاريز فورم تر سره کړي او په دې فورم کې به د بېلا بېلو شخصيتونو د ګډون هر کلی وشي. هغه وويل(اواز......) ياد نندارتون به د سپتمبر په شپږمه نېټه تر سره شي. د چين د سوداګرۍ هڅونکې ټولنه به په همدې ورځ په ازمير ښار کې د چين او ترکيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې همکاريز فورم تر سره کړي او په دې فورم کې د ګډون لپاره به د چين، ترکيې او نورو هېوادونو د حکومتونو او تصديو استازو ته بلنه ور کړي. دوی به په دې فورم کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ،د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزو همکاريزو اړيکو د راتلونکي، د پانګونې د تګلارو او چاپيريال، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ،انرژۍ، علومو او تخنيکونو په شمول د ډېرو برخو په هکله د نظريو تبادله وکړي.

د ياد نندارتون اجرائيوي ارګان يعنې د ترکيې د IZFAS په نوم د شرکت عمومي مدير کانان کاراسمانوګلو پردې وياړي چې چين ته يې د ازمير په نندارتون کې د ملګري هېواد په توګه د ګډون بلنه ور کړه. هغه وويل چې دغه نندارتون به نه يوازې د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم د پياوړتيا لپاره ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای