د چين حکومت د سپتمبر په ۳مه نېټه د اټومي امنيت لومړی مجموعي سپين کتاب خپور کړ. په دې سپين کتاب کې د چين د اټومي امنيت د چارو پرمختګ او تاريخ، د اټومي امنيت اساسي اصول او پاليسې، د څارنې نظرونه او عملي تجربې بيان شوي دي، چې نړيوالو ته د اټومي امنيت د نړيوالو همکاريو د ټينګولو، د اټومي امنيت د برخليک ګډې ټولنې د جوړولو په برخو کې د چين ټينګ هوډ او عمل څرګندوي.
په ۲۰مه پېړۍ کې د اټومي انرژۍ بهره برداري د بشر لپاره تر ټولو مهمه علمي بريا وه. خو په دوهم نړيوال جنګ کې د وسلو د استعمال له امله بشر ته ډېر زيانونه ورسېدل. د نړيوالو لپاره دا ډېره مهمه ده چې څنګه د اټومي انرژۍ د بهره بردارۍ او د اټومي امنيت د ساتنې ترمنځ برابري پيدا کړي.
د اټومي امنيت په برخه کې بېلابېل هېوادونه توپيرونو نه لري. د اټومي انرژۍ سوله ييز استعمال د بشر ګډه هيله ده او د اټومي امنيت ساتنه د بېلابېلو هېوادونو ګډ مسئوليت دی. د اټومي امنيت په برخه کې له اوسنيو ستونزو سره د مخامخ کېدو په مهال چين بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، د اټومي انرژۍ بهره بردارۍ او امنيت ته په يوه سترګه وګوري، د اټومي امنيت د نړيوالې سويې د لوړولو او د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره خدمت وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |