CRI Online

يوازې د عاقلانه سلامشورې له لارې مسئلې حل کېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 17:50:01

د چين د راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۵مه نېټه يوه ليکنه خپره کړه چې نوم يې دی (( يوازې د عاقلانه سلامشورې له لارې مسئلې حل کېدای شي)).

په دې ليکنه کې ويل شوي، چې چين او امريکا موافقه کړې ده چې د اکتوبر په لومړي سر کې به د امريکا په پلازمېنه واشينګټن کې د دواړو هېوادونو ۱۳مه لوړه پوړې تجارتي سلامشوره تر سره شي. د دواړو خواوو تر منځ د تجارتي سلامشورې دوام د دواړو هېوادونو د خلکو د نظريو او د نړيوالې ټولنې له هېلو سره سمون لري او بهر ته فعاله نښه خپروي.

په تاريخ او حقيقت کې دا څرګنده شوې چې په تجارتي جګړه کې هېڅوک کاميابېدای نه شي.د چين او امريکا ترمنځ تجارتي توپيرونه او اصطکاک به آخر د خبرو اترو او سلامشورې له لارې حل شي. چين غواړي په مسئولانه توګه مسئلې حل کړي څو چې تر زياتې اندازې پورې په تجارتي جګړه کې متقابل زيانونه کم کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای