CRI Online

پوټين د ليرې ختيځ د پرمختګ ۳ ستراتيژيکي دندې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 13:42:38

د ختيځ اقتصاد ۵م فورم عمومي غونډه د سپتمبر په ۵مه نېټه د روسيې په ولديوستوک کې تر سره شوه. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د هند، جاپان، مغولستان او ماليزيا په شمول د څو هېوادونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې. پوټين له تېرو ۵ کلونو راهيسې د روسيې په ليرې ختيځه سيمه کې موندنې لاسته راوړنې يادې کړې او د دې سيمې د پرمختګ په موخه يې ۳ ستراتيژيکي دندې وړاندې کړې.

ولسمشر ولاديمير پوټين څرګنده کړه چې د ختيځ اقتصاد په ۵م فورم کې د ۶۵ هېوادونو کابو ۸۵۰۰ تنو مېلمنو ګډون درلود. دغه شمېر د لومړۍ دورې په پرتله څه باندې يو چند زيات شوی دی. له وروستيو څو کلونو راهيسې روسيې د زياتو اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره د ليرې ختيځ سيمې پرمختګ هڅولی او په دې برخه کې يې له ګاونډيو هېوادونو څخه زياتې ګټورې تجربې زده کړې دي. له ۲۰۱۵ کال یعنې د ياد فورم له لومړۍ دورې راهيسې په ليرې ختيځ سيمه کې ښې پرمختيايي پايلې پيدا شوې دي.

( لومړی اواز)

لنډه خبره دا ده چې له اړوندو تدبيرونو څخه په ګټې اخيستنې سره له ۲۰۱۵ کال راهيسې پانګه اچوونکو په دغه سيمه کې ټول ۶۱۲ مليارډه روبل پانګونې کړې، ۲۴۲ نوې فابريکې يې جوړې کړې او څه دپاسه ۳۹ زره کاري فرصتونه يې برابر کړي دي. له تېرو ۵ کلونو راهيسې په ليرې ختيځ سيمه کې د صنعتي توليد زياتوالی ۲۳ سلنې ته رسېدلی دی.

پوټين څرګنده کړه چې ليرې ختيځه سيمه ډېرې غني طبيعي سرچينې، بې شمېره ځوان او بااستعاده کسان، د توکو لېږد رالېږد اسانتياوې او پرمختللې علمي او تخنيکي سويه لري چې په ټوله روسيه کې تر ټولو ورخلاصه سيمه ګڼل کېږي.

( دوهم اواز)

ليرې ختيځ سيمه اسيا او ارام سمندر ته ډېر نژدې پرته ده. موږ د متقابل درناوي او صميمانه ډيالوګ پر بنسټ د هند، چين، کوريا جمهوريت، ماليزيا او جاپان په شمول له اړوندو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي. باور لرم چې زموږ اړيکې روښانه اينده لري او په راتلونکو لسګونو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ لپاره به مهم رول ولوبوي.

د ليرې ختيځ سيمې د پر له پسې پرمختګ د پرمخبيولو او د اسيا او ارام سمندر سيمې په ګډ پرمختګ کې د ځان ښکېلولو لپاره ولسمشر پوټين ۳ ستراتيژيکي دندې وړاندې کړې.

( درېيم اواز)

په نوې مرحله کې د ليرې ختيځې سيمې لپاره تر ټولو لومړۍ دنده له ځوانانو څخه د ملاتړ کول دي. موږ به تر خپلې وسې پورې په دغه سيمه کې ځوانانو ته د زياتې ښوونې د منلو او د ښه ژوند د تېرولو فرصتونه او اسانتياوې برابرې کړو. دوهمه دنده دا چې موږ به دغه سيمه د لوړ پوړيو او پرمختللو تخنيکونو او د نويو صنعتي چارو په يو نړيوال مرکز بدله کړو. د دې تر څنګ موږ به په ليرې ختيځ سيمه کې د مشهور نړيوال سيلانيز ځای د ابادولو لپاره کوښښونه وکړو.

په همدې ورځ د روسيې ولسمشر د تصديو خاوندانو چارو استازي ښاغلي بوريس تيتوف وويل چې چين اوس د ليرې ختيځ سيمې د تيلو، طبيعي ګازو، کرنيزو چارو او سوداګرۍ په شمول زياتو برخو کې زياتې پانګونې کړې دي. دا د روسيې لپاره ستر اهميت لري. هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې روسيې او چين د اسيا او ارام سمندر سيمې په سياسي چارو کې زياتې مثبتې همکارۍ کړې او په راتلونکې کې به خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

د روسيې ولسمشر پوټين په همدې ورځ د چين له مرستيال صدر اعظم هو چون هوا سره هم وکتل چې په بلنې سره په ياد فورم کې د ګډون لپاره ولديوستوک ته تللی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای