له چين څخه د المان صدراعظمې انګلا مرکل رسمي ليدنه د سپتمبر په ۷مه نېټه پای ته ورسېده. دواړو هېوادونو د دغې ليدنې په ترڅ کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په اړه يو لړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړتيا د همکاريو د نژدې والي بنسټ دی. دا نه يوازې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو، بلکې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوال پرمختګ د تامينولو لپاره ګټوره ده. د المان زياتو متصديانو د مرکيل په ملګرتيا چين ته سفر کړی او دوی له چين سره د اقتصادي همکاريو په برخه کې ښکاره نيت څرګند کړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |