CRI Online

د چين او روسيې د خبري رسنيو ۵م فورم په روسيه کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 09:04:02

 پر ځايي وخت د سپتمبر په ۳مه نېټه د چين او روسيې د خبري رسنيو ۵م فورم د روسيې په ساحلي ښار والديوستوک کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال او د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلي شو لين، د روسيې مرستيال صدر اعظم او د فدرالي حکومت د اداري چارو دفتر مشر کونستانتين چويچينکو په دغه فورم کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې.

له ۲۰۱۵ کال نه راپدېخوا د چين او روسيې د خبري رسنيو فورم د پر له پسې ۵ دورو لپاره جوړ شوی چې د دوو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ او د دوه اړخيزو اړيکو د دوستانه پرمختګ د پرمخبيولو يو مهم ميکانيزم او ډګر ګرځېدلی دی. د دغه فورم سرليک په ډيجتلي اقتصادي زمانه کې د دوديزو او نويو خبري رسنيو پرمختګ دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال او د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مشر ښاغلي شو لين د خپلې وينا په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه:

سږ کال د نوي چين د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی او له روسيې سره د چين د اړيکو د ټينګېدو ۷۰مه کليزه هم ده. د ۷۰ کلونو تر بې شمېره ازموينو وروسته د چين او روسيې ترمنځ اړيکې لا پسې پخې، ثابتې او ټينګې شوې دي. خبري رسنۍ د خلکو ترمنځ د دوستۍ د زياتوالي او د متقابلې مدني تبادلې د پرمخبيولو مهم مزل بلل کېږي. په نوې زمانه کې د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ژور پرمختګ د دوو هېوادونو د خبري رسنيو لخوا د خپلو هوښيارتياوو او ځواکونو برابرول په کار دی.

ښاغلي شو لين د دوو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا، د عامه افکارو د لارښوونې او د عيني او عادلانه نظري چاپېريال د ابادولو په اړه لانديني وړانديزونه وکړل.

لومړی، موږ بايد خپلمنځی تګ راتګ او همغږي پياوړې کړو او متقابل باور دې ټينګ کړو. دوهم، موږ دې له هر پرمختيايي فرصت څخه ګټه واخلو او زياتې موافقې دې پيدا کړو. درېيم، د دوو هېوادونو ترمنځ مدني تبادلې دې پياوړې شي چې انساني او کلتوري تګ راتګ زيات شي. څلورم، د ځايي حکومتونو ترمنځ همکارۍ دې پراخې شي. پنځم، د عامه افکارو لارښوونې ته دې زياته توجه وشي چې له بهرنۍ لاسوهنې سره ګډه مقابله وکړو. شپږم، يو له بل څخه دې زياتې زده کړې وکړي او ګډ پرمختګ دې ومومو.

د روسيې مرستيال صدر اعظم کونستانتين چويچينکو څرګنده کړه چې اوس مهال د روسيې او چين ترمنځ اړيکې پر بې سارې لوړې تاريخي سويې ولاړې دي او د دوو لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه ښه نمونه ګرځي. له تېرو څو کلونو راهيسې د دوو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ مخ په پياوړې کېدو دي. د خبري رسنيو ترمنځ فورم پکې مهم رول لوبولی دی.

د تېرو څو کلونو له تجربو څخه ښکاري چې د چين او روسيې د خبري رسنيو فورم نه يوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د تبادلې مخ په زياتېدونکې اړتياوې ، بلکې د خبري رسنيو خپلې کاري اړتياوې هم پوره کړې دي. موږ يو له بل سره تجربې شريکې کړې، ګډ کار مو کړی او د يادونې وړ زياتې لاسته راوړنې مو موندلې دي. د بېلګې په توګه له تېر کال راهيسې د دوو هېوادونو د خبري رسنيو په منځ کې د همکاريزو سازمانونو شمېر له ۳۰ نه ۵۰ ته زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای