CRI Online

د چين بهرنۍ سوداګري د ثبات او باکيفيته پرمختګ په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 19:51:24

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه خپرو شويو معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين د صادراتي او وارداتي مالونو عمومي ارزښت ۲۰ زره او ۱۳۰ مليارډه يوانو ته لوړ شوی او دا رقم د تېر کال همدې مودې په پرتله ٪ ۳.۶ زيات شوی. دا ساده کار نه دی چې له پېچلي او ستونزمن وضعيت سره سره د چين صادراتو او وارداتو پرمختګ کړی، له دې څخه ښکاري چې د پرمختګ په لور د چين دايمي اقتصادي حالت او د باکيفيته لوړوالي تمايل نه دی بدل شوی.

د يو اړخيزم او پروشټيکنيزم د حملې له امله په اپريل کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له خوا نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ اټکل له ٪۳.۷ څخه ٪۲.۶ ته ټيټ شوی. د سوداګرۍ نړيوال سازمان له خوا د نړيوالې سوداګرۍ په اړه د اټکل له ټيټوالي سره سره د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شوی او د دې لاملونه دا دي چې لومړی، د چين د صادراتو او وارداتو جوړښت د صنعتي ځنځير د عالي رتبې تر لاسه کولو په لور د بشپړېدو په حال کې دی. دوهم، د چين صادراتي او وارداتي بازارونه زيات شوي او له خطرونو سره د شرکتونو د مبارزې توان لوړ شوی. درېيم، شخصي تصدۍ د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په پرمختګ کې د مهم انجن رول لوبولی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای