CRI Online

د هانکانګ د ښځو استازې به د م م د بشري حقوقو شورا په غونډه کې په هانکانګ کې د خړپړتيا د ژر پای ته رسيدلو هيله څرګنده کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 16:05:54

د م م د بشري حقوقو شورا ۴۲مه غونډه د سپتمبر په ۹مه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شوه. د هانکانګ د ښځو د ګډو پرمختګونو ټولنې رئيسې ميرمن هه چاو چيونګ او د څارنې مشاورې وو شو چينګ د غير حکومتي ډلې د استازو په توګه په دغه غونډه کې ګډون کوي. دوی پلان لري چې په جلا جلا توګه د روانې مياشتې په ۱۰ او ۱۱مه نېټه په دغه غونډه کې ويناوې وکړي او د هانکانګ رښتينی حالت نړيوالې ټولنې ته معرفي کړي چې په هانکانګ کې د خړپړتيا او د زور زياتي د مخنيوي او د ټولنيز نظام د اعاده کېدو په باب د ښاريانو هيلې څرګندې کړي.

ميرمن هه چاو چيونګ به په هانکانګ کې د واقعيتونو تر سرليک لاندې په دغه غونډه کې وينا وکړي. د دغې وينا له مخې په هانکانګ کې د څو ګوتو په شمار افراطي مظاهرچيانو نظريې د ۷مليون ۵لکه هانکانګيانو استازيتوب نه شي کولی. په تېرو څو مياشتو کې په هانکانګ کې د زور زياتي پيښې چې د اړوندو کسانو لخوا ترتيب شوي او توطيه ګر دي، هيڅکله د هانکانګيانو خوښه او اجازې نه دي تر لاسه کړې. هغې د سپتمبر په نهمه نېټه وويل چې ولی د ځينو هېوادونو په خبري رسنيو کې خپاره شوي رپوټونه په هانکانګ کې له رښتيني حالت سره سمون نه خوري؟ په دغو رپوټونو کې زموږ په زړونو کې ويرې او انديښنې نه دي څرګندې شوي، خو يوازې د تش په نامه د مظاهرچيانو په هکله هغه غير رښتيني مالومات ليکل شوي چې د دوی د زور زياتي کړنې ويجاړوونکي عملونه نه دي او د تش په نامه ډيموکراتيک نظرونو لرونکي دي او حتې داسې دروغ ويل شوي چې د هانکانګ د ملکي وګړو نظريې له دوی سره دي.

ميرمن هه وويل چې د زور زياتي پيښو د پر له پسې تاوتريخوالي له امله په نړيواله ټولنه کې د هانکانګ د دايمي سولې او امنيت بڼه خرابه شوې ده، په هانکانګ کې د عامو وګړيو ژوند تر بدو اغېزو لاندې راغلی دی او د دوی امنيت له ګواښونو سره مخامخ شوی دی، د هانکانګ اقتصاد کمزوری شوی په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو تصديو مشکلات ډېر زيات شوي، په ځينو کورنيو کې د کورنيو غړيو تر منځ د نظريو توپيرونو له امله اختلافونه رامنځته شوي او ځيني ځوانان چې د افراطي نظريو تر اغيزې لاندې دی، حتې غواړي له کورونو وتښتي او لاړ شي. هغې وويل چې امکان شته چې د هانکانګ په ټولنه کې د خلکو تر منځ د نظريو توپيرونه شتون لري، خو دغه توپيرونه بايد په ارامه توګه يو بل ته د درناوي کولو او زموږ د ښکلي وطن سره د مينې د ساتلو پر بنسټ حل شي، د دغو پيښو د سختوالي سبب بايد نه شي. نو زه به د بشري حقوقو په شورا کې کې وړانديز وکړم چې که هانکانګ د ګردې نړۍ د پاملرنې ځای وګرځي، نو نړۍ بايد هم موږ ته وخت راکړي چې هانکانګ په خپله د خپلو پيښو د حلولو لاره پيدا کړي.

د هغه خبر له خپرېدو وروسته چې ميرمن هه چاو چيونګ او وو شو چينګ به د م م د بشري حقوقو شورا په غونډه کې ويناوې وکړي، دوی په ويب سايټ کې د هانکانګ د افراطيانو د خبرو د بريدونو حتې د دوی امنيت له ګواښونو سره مخامخ دي. خو دوی له خپلو نظريو شا ته تګ نه دی کړی. ميرمن وو شو چينګ په دې وروستيو ورځو کې پر خپلې پانګې په مرسته په منځنيو ښوونځيو کې د زده کوونکو هڅونه کړې چې بايد درسونو ته دوام ورکړي. نو هغه د ځينو افراطيانو د بريدونو هدف ګرځيدلې ده. هغې وويل چې د هانکانګ د ځينو ښوونځيو تړلو او د زده کوونکو د درسونو د بندولو کارونه د ځينو بد نيت لرونکو کسانو لخوا تر سره شوي دي. هغې له دې سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او دا نظر يې وښود چې زده کوونکي بايد خپلو درسونو ته دوام ورکړي. هغې وويل چې زه په دې پوهيږم چې دوی به پر ځينو شخصيتونو بريدونه وکړي. زه دېته پاملرنه کوم، خو په خپل کور کې به پټه نه شم. زه بايد دغه کار تر سره کړم، که نه، زه به ځان نارامه احساسوم

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای