د ۲۰۱۹ کال د شيا من د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون د چين په شيا من ښار کې روان دی. د سپتمبر په اتمه نېټه د دې نندارتون په اړه د يو کمربند او يوې لارې د کرهنيزو توکو د معاملو په غونډه کې د لاسليک شويو تړونونو له مخې د راجلب شويو بهرنېو پانګو عمومي ارزښت ۲۹ مليارډه ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی. د م م د سوداګرۍ او پرمختګ سازمان د نوموړي نندارتون پر مهال په چيني ژبه د ۲۰۱۹ کال د نړيوالو پانګونو راپور خپور کړ چې د دې راپور له مخې، که څه هم له تېرو دريو کلونو راهيسې په نړۍ کې د مستقيمو بهرنيو پانګونو اندازه ټيټه شوې، خو په ۲۰۱۸ کال کې د چين له خوا جلب شوې بهرنۍ پانګې زياتې شوې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |