CRI Online

د چين او امريکا د تصديو خاوندانو ترمنځ خبرې اترې په بېجينګ کې ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-11 15:47:20
د چين او امريکا د تصديو خاوندانو ترمنځ خبرې اترې په بېجينګ کې ترسره شوې

د چين او امريکا د تصديو خاوندانو ترمنځ خبرې اترې چې د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز لخوا ترتيب شوې، د سپتمبر په لسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوې. د دواړو خواوو استازو وويل چې د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک د دواړو هېوادونو او حتی د نړۍ پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده. دوی هيله وښودله چې د دواړو خواوو په اقتصادي او سوداګريز بحث کې فعال پرمختګ وموندل شي او اړوند تړون به ژر لاسليک شي.

د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز مشر ځنګ پې يان د دغو خبرو اترو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک نه يوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد منفي اغېزه کړې، بلکې نړيوال اقتصاد ته يې د ناثباتۍ زيات عوامل پېښ کړي دي. هغه وويل

((نړيوال وجهي صندوق د څلورو ځلو لپاره د روان کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ وړاندوينه ټيټه کړې چې له درې اعشاريه نهه سلنې څخه درې اعشاريه دوه سلنې ته راټيټه شوې. د سوداګرۍ نړيوال سازمان په ګرده نړۍ کې د تجارتي زياتوالي ټاکنه يو اعشاريه يوه سلنه هم ټيټه کړې. په ۲۰۱۸ کال کې په ګرده نړۍ کې د بهرنيو مستقيمو پانګونو ارزښت د ۲۰۱۷ کال په نسبت څلور اعشاريه کم شوی، سږ کال دغه تمايل دوام لري. د تجارتي اصطکاک تر سيورې لاندې، د نړۍ عمده اقتصادونو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره ګټه ټيټه کړې، په دې توګه د نړيوال اقتصاد نوی بحران د رانږدې کېدو په حال کې دی. ))

د امريکا د ملي تجارتي ټولنې مرستيال مشر ميرون بريلينټ دې ته اشاره وکړه چې په تجارتي اصطکاک کې هېڅ خوا نه شي بريالۍ کېدای. هغه وويل

((د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک د دواړو هېوادونو د اړيکو نورو برخو ، مثلاً د ښوونې، کلتوري تبادلې او د نوې انرژۍ په برخو کې پر همکاريو منفي اغېزه کړې ده. په عين وخت کې تجارتي اصطکاک د عرضې پر نړيوال ځنځير هم منفي اغېزه کړې او دغه راز تجارتي باور هم کمزوری شوی دی. ))

ميرون بريلينټ هيله وښودله چې د چين او امريکا په تجارتي خبرو اترو کې فعال پرمختګ تر لاسه شي او اړوند تړون به په نږدې وخت کې لاسليک شي. هغه وويل

((چين او امريکا په نړۍ کې د دوو ډېره اغېزه لرونکو هېوادونو په توګه د نړۍ د سولې، سمسورتيا او ثبات د هڅولو لپاره مهم رول لوبوي. په تجارتي اصطکاک کې هېڅ خوا نه شي بريالۍ کېدای او دواړو خواوو ته به ترې سخت زيانونو ورسېږي. موږ د دواړو خواوو له مشرانو څخه غوښتنه کوو چې د متقابلې پانګونې په اړه د يو پوره او اغېزمن تړون د ژر لاسليک لپاره په دوامداره توګه کوښښونه وکړي. ))

د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز مشر ځنګ پې يان دې ته اشاره وکړه چې د تاريخ او واقعيت تجربې دا ښيې چې تجارتي اصطکاک به حتماً دواړو خواوو ته زيانونه ورسوي. امريکا د ګمرکي تعرفې د لوړولو له لارې تجارتي مسئلې نه شي حل کولای، پر چين يې د اقتصاد او سياست په برخو کې ډېر فشارونه اچولي، خو لا هم د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی. د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي توپيرونه او اصطکاک يوازې د خبرو اترو په وسيله حل کېدای شي. هغه وويل

((چين تل دا رويه څرګنده کړې ده چې بايد له امريکا سره د متقابل تفاهم او درناوي پر بنست خپلمنځي تجارتي اصطکاک ښه حل کړي. چين موافقه کړې چې د راتلونکي اکتوبر په لومړيو کې په واشنګټن کې له امريکا سره خبرو اترو ته دوام ورکړي، له دې څخه له تجارتي اصطکاک سره د مخالفت په اړه د چين دريځ او مسئولانه رويه ښکاري. هيله ده چې امريکا صميمي رويه او عملي تدبيرونه غوره کړي چې له چين سره پر سم لوري روان شي او د دواړو هېوادونو د خلکو بنسټيزې ګټې وساتل شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای