CRI Online

د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذکراتو په ناکامۍ سره د افغانستان په شمال کې حالات لا ترينګلی شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 12:43:36

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ له طالبانو سره د کېدونکو پټو خبرو اترو د لغوه کولو اعلان وکړ. تر دې وروسته د افغانستان امنيتي حالت ترينګلی شوی دی.د سپتمبر په يوولسمه نېټه يعنې په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې نيټې د ترهګريزې پېښې د رامنځته کېدو د اتلسمې کاليزې پر مهال په افغانستان کې د امريکا پر سفارت د توغندي بريد شوی دی.يوه افغان چارواکي وويل چې د دې هېواد په ځينو شمالي ښارونو کې د حکومتي پوځ او طالبانو ترمنځ جګړې ډېرې شوې دي. زمونږ د راډيو خبريال په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان د نوي حالت او راتلونکي لوري په هکله په مزارشريف کې د پاکستان د قونسلګرۍ له پخواني عمومي قونسلګر اياز وزير او په اسلام اباد کې د تګلارو د څېړنيز انسټېټيوټ له مشر خالد رحمن سره مرکې وکړې.

د افغانستان د روغې جوړې په هکله د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد د روان کال د سپتمبر په لومړۍ نيټه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د نهم پړاو خبرې اترې ختمې کړې او اعلان يې وکړ چې دواړو خواوو د افغانستان د سولې تړون مسوده برابره کړه.نو نړيوالې ټولنې هغه نظر درلود چې د افغانستان د مسئلې حل وفصل له تاريخي فرصتونو سره مخ شوی، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په اتمه نېټه ناڅاپه په ديويد کمپ کې د طالبانو له مشر سره د کېدونکو پټو خبرو اترو د لغوه کولو اعلان وکړ او ويې ويل چې د دغې پرېکړې لامل دا دی چې طالبانو د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په کابل کې په بريد کې يو امريکايي سرتيری او يوولس تنه نور وژلي دي.

اياز وزير زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د ټرامپ له خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بندولو ياد شوی لامل يوازې يوه پلمه ده. هغه وويل، دغه بريد د طالبانو له خوا تر سره شوی يوازينی بريد نه دی او دا لومړی ځل نه دی چې امريکايي سرتيري په بريد کې وژل شوي دي. تر اوسه طالبانو پر اوربند هوکړه نه ده کړې.نو د سولې خبرو اترو ترڅنګ يې په افغانستان کې له امريکايي پوځ او حکومتي پوځ سره جګړه لاهم روانه ده.حقيقت دا دی چې د امريکا د لوړو پوړيو چارواکو په شمول ځينو امريکايانو له يادې مسودې سره موافقه ونه کړه، نو دوی له بېلا بېلو لارو چارو پر ډونالډ ټرمپ باندې فشارونه واچول چې له امله يې ياد ملاقات لغوه شوی دی.

د سولې تړون د هغې مسودې له مخې چې مخکې د امريکا او طالبانو له خوا پرې موافقه شوی وه، امريکا به په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې له افغانستان څخه پنځه زره سرتيري وباسي او پنځه اډې به خالي کړي.خو د دې تړون محتوياتو د امريکايي حکومت په دننه کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.د امريکا د دولتي امنيت سلاکار جون روبېرټ بولټن چې تازه يې له خپلې دندې څخه استعفا کړې، مخکې له مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو اترو سره ټينګ مخالفت وکړ او وروسته يې د ډونالډ ټرمپ او طالبانو له خوا د سولې تړون د لاسليکولو د مخنيوي لپاره هڅې وکړې.د دې ترڅنګ په افغانستان کې نهو امريکايي لوړ پوړيو چارواکو د سپتمبر په درېيمه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره خبرداری ور کړ چې که امريکا او د امريکا ملګري هېوادونه له طالبانو سره د سولې تړون له لاسليکولو نه مخکې له افغانستان څخه پوځي ځواکونه وباسي، ښايي په دې هېواد کې کورني جګړې رامنځته شي.

خالد رحمن زموږ خبريال ته وويل چې په افغانستان کې د امريکا د بريد له پيل راهيسې دغه هېواد تل د کورنۍ جګړې په حال کې دی.هغه وويل، دغه مسئلې تل موجودې دي او حتی اوس امريکايي ځواکونه لاهم له افغانستان څخه نه دي وتلي، خو په دې هېواد کې د زور زياتي پېښې ليدل کيږي.نو زما په اند د امريکا پر رښتينې موخې شک کيږي. د امريکا حکومت هيله لري چې د افغانستان له سياسي بحران څخه ګټې واخلي او د اوسني حالت څخه په استفادې سره په دې هېواد کې پوځي ځواکونه وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای