CRI Online

په صميميت او عملي اقداماتو سره دې د راتلونکې سلامشورې لپاره انساتياوې برابرې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-12 15:21:13

په دې وروستيو څو ورځو کې چين د هغو امريکايي توليداتو لومړی نوملړ خپور کړ چې د ګمرکي تعرفو له لوړېدو څخه معارف دي او امريکا د چين د ۲۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو د ګمرکي تعرفو د زياتولو وخت د ځنډولو اعلان وکړ. دغه راز د اکتوبر په پيل کې به د چين او امريکا ترمنځ د لوړ کچې اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې پيل شي. دواړو خواړو د تدبيرونو په نيولو سره خپل صميميت څرګند کړ او د دې لپاره يې عملي اقدامات تر سره کړي او د راتلونکې سلامشورې د رښتيني پرمختګ لپاره اسانتياوې برابرې شوې دي. دا د نړيوالې ټولنې په تمه او د ستاينې وړ ده. د څه باندې يو کلنو له سلامشورو نه ښکاري چې په سوداګريزه جګړه کې هېڅوک برياليتوب نشي موندلای او د ګمرکي تعرفو پر له پسې زياتوالی هېڅ مسئله هم نشي حلولای. يوازې په مساواتو، متقابل درناوي او سړې سينې سره د سلامشورې او همکارۍ له لارې توپيرونه او تضادونه ليرې کېدای شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای