CRI Online

په پولي چارو کې د چين او روسيې تر منځ د همکارۍ دويم فورم په مسکو کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-13 16:51:10

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د يواړخيزم او تبعيض په شمول له سختو ننګونو سره مخامخ ده، په پولي چارو کې د چين او روسيې تر منځ د همکارۍ دويم فورم د سپتمبر په دوولسمه نېټه په مسکو کې تر سره شو. په فورم کې برخوالو استازو په دې هکله بحثونه کړي و چې د چين او روسيې پولي ارګانونه بايد څنګه د دواړو هېوادونو تصديو ته ښه پولي خدمتونه برابر کړي تر څو په ګډه د دواړو هېوادونو د تجارتي همکارۍ د لوړتيا هڅونه وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې تر منځ اړيکې ډېرې ټينګې شوې او د تاريخ په ډېر ښه پړاو کې قرار لري. په تېر کال کې د چين او روسيې تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۰۷ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسيدلی او د زياتوالي اندازه يې ۲۷اعشاريه يو سلنه ده او دغه اندازه د سوداګرۍ په برخه کې د چين په لسو لويو همکارو هېوادونو کې لومړی مقام نيسي. پولي همکارۍ په تجارتي او صنعتي او نورو ساحو کې د همکاريو مهم بنسټ دی. اوسمهال د امريکا په مشرۍ لويديځو هېوادونو پر روسيې اقتصادي بنديزونه لګولي او د چين پر ضد يې سوداګريز اصطکاک ته مخه کړې، په داسې حال کې چين او روسيه د خپلو هېوادونو په پيسو د راکړې ورکړې او پانګونې په شمول پولي همکارۍ پراخې کوي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او بهرنيو خطرونو د مخنيوي لپاره ستر اهميت لري. په دې هکله د چين او روسيې د دوستۍ ټولنې مشر چن يوان په ياد فورم کې وويل چې اوس مهال د يو اړخيزم او د نړيوال کيدو د مخنيوي په حال کې د چين او روسيې تر منځ پولي همکارۍ د دې سيمې د پولي چاپيريال د ثبات ساتنې، په اقتصادي او تجارتي چارو کې د همکاريو د ژورتيا او په اوسنيو حالاتو کې د ننګونو په مقابله کې د دواړو خواوو ګډو هلو ځلو لپاره ګټور دي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې تر منځ پولي همکارۍ په ژوره توګه ټينګې شوې چې زيات شمېر نوي ځلانده ټکي رامنځته شوي دي. اوس د چين پر څلورو دولتي بانکونو سربېره د چين د وارداتو او صادراتو بانک، دولتي انکشافي بانک هم په روسيې کې خپلې فرعي څانګې پرانيتې دي. د روسيې د فدرالي د زيرمې بانک په شمول پولي څانګو هم په بېجينګ او شانګهای کې خپله فرعي څانګې پرانيستلې دي. د چين او روسيې تر منځ د ګډې پولي ټولنې جوړول د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا ستايل شوي چې د دواړو هېوادونو د پانګونو لپاره يې د هڅونې رول لوبولی او لوبوي يې. ښاغلي چن يوان وويل چې تر اوسه پورې د چين او روسيې په ګډه پولي ټولنه کې ۷۲ غړي شتون لري چې په څه باندې لسو پولي څانګو پورې اړه لري او د دواړو هېوادونو د غړو تر منځ همکاريز تړونونه د پيسو حسابول، د بهرنيو اسعارو د معاملې او د نغدو پيسو د لېږدونې په شمول په لسو ساحو کې فعاليت کولای شي. د دغې ټولنې جوړول د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاريزو پروژو لپاره اغيزمن پولي ملاتړ برابرولی شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د نړيوالو پانګونو د هڅونې رول لري.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې تر منځ د پولي همکاريو چوکاټ په پر له پسې ټوګه پراخېږي او د پانګونو، د پيسو د تبادلې، د پيسو د مينځلو د مخنيوي کولو او د ترهګرۍ ضد چارو کې د پيسو راغونډېدو په ساحو کې همکارۍ فعالې شوې دي. په تېره بيا د چين او روسيې تر منځ د پولي همکارۍ د لومړي فورم له تر سره کېدو راهيسې د دواړو هېوادونو اړوندو کارپوهانو په دوه اړخيزو تجارتي چارو کې د خپل هېواد په پيسو د راکړې ورکړې په هدف زيات کارونه تر سره کړي دي. په دې هکله د روسيې د ولسمشر اقتصادي مشاور او د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ کارپوه شيرګي يوريويچ ګلازيف وويل چې موږ بايد د خپل هېواد په پيسو د راکړې ورکړې لپاره هلې ځلې وکړو، ځکه چې دا به د لويديځو هېوادونو لخوا د بنديزونو تر اغيزې لاندې نه وي، د خپلو تصديو د سيالۍ توان لوړېدای شي او د روسيې په بانکي سيستم کې د امريکا د لاروهنې مخه نيولی شي او د پولي سيستم امنيت او ثبات به تضمين شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای