د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپتمبر په ۱۳مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: د نيک نيت د څرګندولو لپاره دې تګ راتګ پياوړی شي.
په دغه تبصره کې دې ته اشاره شوي چې په تېرو دوو ورځو کې، چين پر امريکايي توليداتو باندې د اضافي تعرفو د لغوه کولو لومړی لېست خپور کړ، امريکا اعلان وکړ چې ښايي د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه پر چيني توليداتو باندې د اضافي تعرفو د لګولو تدبير وځنډوي او چين څرګنده کړې چې له امريکا څخه به پر نويو اخيستل شويو کرهنيزو محصولاتو باندې اضافي تعرفې لغوه کړي. د چين او امريکا ترمنځ د نيک نيت د څرګندولو لپاره تګ راتګ د پياوړتيا په حال کې دی. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره، بلکې د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون خوري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |