CRI Online

نوښت د چين اقتصاد ته نوې انرژۍ برابروي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-17 21:18:26

نړيوال بانک او د چين د دولتي شورا د پرمختګ او څيړنې مرکز او د ماليې وزارت د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په ګډه تر دې عنوان لاندې (نوښت د چين اقتصادي پرمختګ ته نوې انرژۍ برابروي) يو راپور خپور کړ. په راپور کې دې ته اشاره شوې چې د چين اقتصاد د نوي عادي حالت په لور درومي، نوی اقتصاد په چټکۍ سره پرمختګ کوي او د نوښت توان يې ډېر پياوړی شوی دی.

په چين کې د اقتصاد د پرمختګ نوي ځواکونه په پرله پسي ډول زياتېږي چې د نوښتونو له لارې د پرمختګ د هڅونې، په هراړخيزه توګه د بازاري ځواکونو د استفادې کولو، د تصديو او استعداد لرونکو کسانو د نوښتونو لپاره د يو لړ نويو پاليسو او په تصديو کې د څيړنيزو کارونو د پياوړتيا په شمول د حکومت د تګلارو تر ګټو لاندې راغلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای