د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ په افغانستان کې د شوو دوو بريدونو غندنه وکړه.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې ګوتريس په همدې ورځ د افغانستان په پروان ولايت او پلازمېنه کابل کې د بمي بريدونو سخته غندنه وکړه او د وژل شوو کسانو له خپلوانو ، افغان حکومت او خلکو سره يې ژوره همدردي او خواخوږي څرګنده کړه.
ګوتريس وويل چې د عامو خلکو پر وړاندې بريدونه د منلو وړ نه دي او څوک چې دا ډول جرمونه کوي بايد عدالت ته يې وسپارل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |