CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: امريکا به له افغانستان سره د ۱۶۰ مليونو ډالرو په ارزښت مالي مرستنه وباسي يا وځنډوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 16:00:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به له افغانستان سره د ۱۶۰ مليونو ډالرو په ارزښت مالي مرسته وباسي يا وځنډوي،لامل يې دا دی چې د افغانستان حکومت د ناسمې مالي ادارې په څير ستونزې لري.

پومپيو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا حکومت به د ۱۰۰مليونو ډالرو مالي مرسته د ماليې وزارت ته "بېرته" ورکړي چې په اصل کې په افغانستان کې د انرژۍ بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو د يوې لويې پروژې لپاره ورکول شوې وې او افغانستان ته به د ۶۰ مليونو ډالرو په ارزښت مرسته وځنډوي.

د افغان مسئلې په اړه د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي د روسي رسنۍ له لارې خبر ورکړ چې د امريکا ياد عمل اصلي لامل دا دی چې امريکا نه غواړي په افغانستان کې نوره زياته پانګه مصرف کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای