CRI Online

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې په عمومي غونډه کې مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-20 20:53:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې عمومي غونډه د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سرمنشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ پکې مهمه وينا وکړه. هغه وويل، چې بايد په نوي عصر کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کارونه پياوړي شي، بايد په يووالي او ديموکراسۍ ټينګار وشي، بايد د سياسي مشورې، ديموکراتيکې څارنې او په سياسي چارو کې د بحث سويې لوړې شي، بايد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په سيستم ټينګار وشي او د دې کنفرانس چارو ته وده ورکړل شي، څو د چين د عصري کېدو لپاره خدمتونه وشي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي لي که چيانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان په دې غونډې کې ګډون درلود. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر وانګ يانګ د دې غونډې مشري وکړه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای