CRI Online

د پاکستان د (( سوکي کيناري )) د اوبو برېښناکوټ پروژه کې د لوی بند اوبه بندې شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-29 16:48:43

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن خبر ورکړ، د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په پاکستان کې د چين د ګه جو با شرکت لخوا جوړ شوی د (( سوکي کيناري )) د اوبو برېښناکوټ پروژه کې د لوی بند اوبه بندې شوې دي. له دې وروسته به د دې پروګرام عمومي جوړښت کارونه پيل شي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا وزيراعلا محمد عاطف خان په خپله وينا کې وويل، د (( سوکي کيناري)) د اوبو برېښناکوټ د خلکو لپاره ډېر ګټور دی چې ځايي خلکو ته ۶۰۰۰ کاري فرصتونه يې برابر کړي دي او هر کال به خيبر پښتونخوا ته تقريباً د ۱ مليارد روپۍ محصولات برابر کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای