CRI Online

تبصره: سوله ييز پرمختګ، نړيوالو ته د چين ژمنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 15:27:40

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې مراسم د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بېجينګ په (( تيان ان من )) ميدان کې تر سره شول او د نړيوالو ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې دي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې چين له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د نړيوالو د پام وړ لوي برياليتوبونه تر لاسه کړي، چين بايد د پرمختګ په لاره کې (( ۵ فقره ييز استقامت )) عملي کړي. (( د چين کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار کول ))، (( د خلکو پر اصلي مقام ټينګار کول)) او (( د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر لارې ټينګار کول )) د چين د ۷۰ کلن پرمختګ بريالۍ تجربې او د راتلونکي پرمختګ اصول دي. پر دغې پاليسۍ (( سوله ييز يووالی او په يو هېواد کې ۲ ټولنيز نظامونه )) ټينګار کول د چين د يووالي د رامنځته کېدو مناسب پلان او لار ده او د هېواد په هانکانګ او مکاو کې په بريالۍ توګه عملي شوې. د شي جين پينګ له لوري نړۍ ته د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کول د چين کمونېست ګوند د غړو او چينايانو ټينګه ژمنه ده. چين به د خلکو د نيکمرغه ژوند، د هېواد د پوره يووالي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره پر له پسې کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای