CRI Online

د چين د ايسکريم او کنګل شويو خوړو په تړاو د چارو ۲۲م نندارتون د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 11:12:26

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د ايسکريم او کنګل شويو خوړو په تړاو د چارو ۲۲م نندارتون د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شو. د ايسکريم څه باندې څلور سوه مشهور چيني او بهرني بڼې لرونکي شرکتونه، لارښوونکې تصدۍ، برابرونکي او خدمتي شرکتونه په دې ښار کې راغونډ شوي او د ايټاليا، المان او روسيې په شمول د څه باندې پنځوسو هېوادونو لږ تر لږه زر سوداګر د محصولاتو د اخيستلو او له اړوندو شرکتونو سره د همکارۍ په پار دغه نندارتون ته راغلي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای