CRI Online

د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د شينجيانګ په هورګوس کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر ۶ مليونه او ۲۵۰ زره تنه و

cri     (GMT+08:00) 2019-10-16 11:02:19

د چين د شينجيانګ د هورګوس د کلتور او سيلانۍ ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې په هورګوس کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر ۶ مليونه او ۲۵۰ زره کسان و چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۵۲.۹ زيات شوی، د سيلانۍ عايدات يې ۱۱ مليارډه او ۴۸۵ مليونه يوانه وو چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸۷.۵ زيات شوی دی.

د هورګوس د سرحدي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين او قزاقستان ترمنځ د هورګوس د نړيوالې سرحدي همکارۍ د مرکز له لارې د تګ راتګ کسانو شمېر ۴ مليونه ۶۹۶ زره او ۲ سوه تنه او د تګ راتګ موټرونو شمېر ۶۶ زره او ۲ سوه و.

د چين او قزاقستان ترمنځ د نړيوالې سرحدي همکارۍ مرکز له نورو هېوادونو سره د چين د اقتصادي همکارۍ لومړی سرحدي مرکز او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين د ورخلاصون يو مهم تمځای دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای