د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د اکتوبر په ۱۶مه نېټه وويل، په همدې ورځ د دې هېواد په لغمان ولايت کې د يو موټر بم چاودنه وشوه او له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۴۳ تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان ولايتي ادارې وياند اسدالله دولتزي د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي، چې د پوليسو د ابتدايي پلټنې نتيجه ښيي چې په ځايي وخت د ۱۶مې نېټې د سهار په ۵ بجو ۵۰ دقيقو د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالي ودانۍ دباندې د يو موټر بم چاودنه وشوه. اوس پوليس د دې چاودنې په اړه نورې څېړنې کوي او په راتلونکې کې به رسنيو ته نور جزيات ورکړي.
له دې پېښې وروسته د لغمان ولايتي ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په ياده چاودنه کې ۲ پوليس او يو عام وګړی وژل شوی، نور ۶ پوليس او ۳۷ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د يادې پېښې عيني شاهدانو وويل چې له چاودنې وروسته په هغه ځای کې لوخړې ختلې، د پېښې ځای د امنيت ساتونکو لخوا کلا بند شوی دی.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې او چا د دې چاودنې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستلی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |